لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان پوځ: د خيبرعملياتو کې ١٣٥ جنگيالي وژلي


د پاکستان پوځ وايي په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې د تندلارو پر ضد دتيرو دوؤ اوونيو دپوځي عملياتو په مهال ١٣٥ تندلاري وژل شوي دي.
پوځ وايي په دغه عملياتو کې د جنگيالو ١٣٤ ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دپوځ په بيان کې زياته کړل شوې ده په دغه عملياتو کې دتندلارو څخه سپکې او درنې وسلې هم دپوځ لاسونو ته ورغلي دي.
پوځ زياتوي چې په سوات کې دطالب جنگيالو په ضد دپوځ سره داولس مرسته ورځ پۀ ورځ پراختيا مومي.
پاکستاني پوځ په دغه لړ کې دبيلگې په توگه ديوې پيښې ذکر هم کړى او وايي چې د٨٠ؤ کالو يو بوډا سړي ورته اطلاع ورکړه چې دسوات په درشخيله سيمه کې جنگيالي پټ شوي دي.
پوځ وايي کله چې په دغه اطلاع سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړل شول نو تندلارو سره په نښته کې ٦ ازبک او افغان جنگيالي ووژل شول او دهغوي څخه وسله هم ترلاسه شوه.
بل لوري ته دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس په سياسي قيادت غږ کړى دى چې په ملاکنډ کې دې خپل مسؤليتونه په جنگي بنيادونو ترسره کړي او که دغسې ونۀ کړي نو ترلاسه شوې گټې بيا د لاس څخه وتلى شي.
دپاکستان يو شخصي تيليويزيون سره په مرکه کې جنرال اطهر عباس وويل دترهه گرۍ په ضد د٨ؤ کلونو څخه په روانه جگړه کې مود ٤٠٠٠ ؤ څخه زيات ترهه گر وژلي او شاوخوا ٣٠٠٠ جنگيالي مو نيولي دي.
جنرال عباس وويل د٢٠٠١ء څخه په روانه دغه جگړه کې پاکستان خپل ١٩٠٠ پوځيان هم بائيللي دي.
ښاغلي عباس په ډاگه کړه چې دسوات په جگړه کې سږ کال پوځ ١٨٠٠ طالبان وژلي او ٢٠٠٠ يې نور ژوندي نيولي دي.
هغه وويل چې دنيول شوؤ کسانو څخه به پلټنې کيږي او له دې وروستو به دا پريکړه وشي چې ايا په هغوي مقدمه وچلولى شي او که نه پريښودل شي.
نوموړي زياته کړه دسوات په عملياتو کې ٣٤٠ پوځيان وژل شوي دي او ٥٠٠ پوځيان ژوبل شوي هم دي.
دهغه وينا وه په دغه جگړه کې به دضرورت څخه دزيات طاقت کارول نقصاني وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG