لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه : جگړه ځپلو سیمو کې  پنځه لکه ماشومان تعلیم نه محرومه کیدی شي


ملگرو ملتونو انديښنه څرگنده کړې ده چې دصوبه سرحد په ملاکنډ او دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دجگړو له امله داغيزمن شوې تعليمي څانگې دبيارغونې لپاره په نړيوالو مرستو کې دکمي په وجه به خواؤشا پنځه لکه ماشومان دزده کړو څخه محرومه کيږي.
دزيارت په ورځ دملگرو ملتونو استازو په پايتخت اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دطالب جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ په نښتو کې ٥٤٨ پرائمري او سيکنډري سکولونه په مکمل يا جزوي ډول تباه شوي دي.
هغوي وويل په دغو سکولونو کې ١٣٨ په قبائيلي سيمو او ٤١١ په ملاکنډ کې دي.
دملگرو ملتونو داستازو دشميرې له مخې په دغه جگړه کې د١٠٠٠ؤ څخه زياتې هاغه ديني مدرسې هم اغيزمنې شوي دي چې ٤٠٠٠٠ؤ محصلينو پکې زده کړې کولې.
استازو وويل دتعليمي څانگې دبيارغونې دپاره لږ ترلږه د٢ؤ کروړو ډالرو نړيوالې مرستې ته اړتيا ده چې په هغې کې تراوسه يواځې ١٧ فيصده مرستې ترلاسه شوي دي.
هغوي وويل په سوات ، دير ، بونير او ملاکنډ سيمو کې سکولونو ته دبيا هرکلي منصوبه پيل کولى شي.
دملگرو ملتونو دمرستندويه ادارو سيمه ييز مشر مارټن ماگونجا وويل دتازه شميرې له مخې دملاکنډ څخه بې کوره شوؤ خلکو کې ١٠ؤلکو څخه زيات کسان بيرته خپلو کورونو ته ستانۀ شوي دي.
دملگرو ملتونو داستازو وينا وه دوزيرستان ايجنسۍ څخه ٨١ زره کسان دجگړو له امله ټانک او ډيره اسماعيل خان سيمو ته پناه وړې ده.
هغه وويل اوس هم په زيات کچ بې کوره شوي کسان په امدادي کيمپونو کې ميشته دي او هغوي دامنيت دانديښنو له امله خپلو سيمو ته دستنيدلو څخه

XS
SM
MD
LG