لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې خلاي دروبین د خلا نوي اوواضع تصویرونه رالیږلې دي


د امریکې د خلا د څیړنې ادارې ناسا ویلې دې چې په خلا کې موجود د هبل دوربین نه يي د لرې او نزدې پرتو د شمسې نظامونو ورستي تصوریران تر لاسه کړې دي چې د وړاندې نه ډیر صفا او واضع دي.
ناسا دا هم ویلې دي چې د مۍ په میاشت کې د هبل د بیا نوي کولو عمل په مکمله توگه کامیاب شوی دی.
د هبل دور بین نه ترلاسه شوي عکسونه د شوروپه ورځ مظبوعاتو ته خواره کړی شول چې په خلا کې د گیسونو د مجموعو منظرونه ښاې. د ډیرې سختې گرمۍ دغه گیسونه د ملخي د وزرو شکل اخستی دی. ددغه گیسونو دتودوخي درجه د ١٩٠٠٠ سنټې گریډو نه زیاته وي.
دا گیسونه هاغه ستورې خارجه وي کوم چې خپل طبعې عمر پوره کولو ورسته دختمیدو په محال وي. دغه ستورې د نور نه پنځه چنده غټ وي.
دغه نوي عکسونه د هبل دبیا مرمت کړی شوو کیمرود لارې اخستل شوي دي. د هبل مرمت په مۍ کې د یو ارب ډالروپه خرڅ تر سره کړی شوی دی.
د ناسا منِتظم چالز بولډن څوک چې ١٩کاله وړاندې د هاغه جهاز پائلټ وو چې هبل يي خلا ته رسولی وو وايي د هبل نه ترلاسه شوي عکسونه د وړاندې نه ډیر ښه دي.
هغه وايي چې اوس به د کائنات منظرونه او په دې کې د مزکې وجود ته کتنه به د مخکې په رنگ نه وي.
د نظام شمسي او دخلا کې د گیسونو د هبل دا نوي عکسونه د وړاندې اخستل شوي عکسونونه نه ډیر واضع، صفا او ډیر تفصیلې دي.
ډیو لیکرون، څوک چې د هبل یو سائنس پوهه دی وايي چې د هبل کیمرې د کائنات عکسونه ډیر په تفیصل اخلې او ددې د لارې د هاغه شمسې نظامونو مطالعه په ښه توگه کیدی شې کوم چې په غیرېقنې لرې فاصلو پراته دي.
په جولاې کې هبل د جوپیټر نومې سیارې تصویرونه رالیږلي وو کله چې د یو ستورې ټکړه دې سره جنگیدلې وه.
د خلا څیړونکې هی ډي هیمل وايي چې نوي عکسونه د خلا په څیړنه کې یو غټ گام دی.
هغه وايي د هبل لپاره دا یوه نوي شورو ده او اوس به دوي کولی شې چې د هاغه عملونوپه ښه توگه مطالعه ووکړی شې کوم چې کائنات کې د بدلونونو سبب گرځي.


XS
SM
MD
LG