لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا په ستراتيژۍ دزرداري نيوکې


د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما نوې ستراتيژي رد کړې ده ويلي يې دي پاکستان او افغانستان ديو بل څخه جلا وضعيت لري ځکه نو بايد په يو بل پسې ونۀ تړل شي.
د فنانشل ټائمز ورځپاڼې سره په مرکه کې هغه وويل پاکستان او افغانستان دوه بيلا بيل هيوادونه دي چې په هيڅ توگه خپلو کې مربوط نۀ دي او دغو دواړو هيوادونو ته په يو نظر کتل هم نۀ دي پکار.
دهغه په وينا افغانستان دڅو لسيزو جنگونو او تباهيو ځپلى دى او پاکستان دهغې په پرتله فعاله ادارې، پياوړى اقتصاد او طاقتور ملي پوځ لري ځکه نو ددواړو هيوادونو لپاره بيلا بيلې تگلارې ټاکل پکار دي.
جمهوررئيس زياته کړه پاکستان په کورني کچ دامنيت دسختو ستونزو سره مخ دى او دحالاتو غوښتنه ده چې ددې هيواد اقتصادپه عاجل ډول پياوړى کړل شي ، ترڅو وگړو ته يې دروزگار زياتې موقعې په لاس ورشي
نوموړي وويل پاکستان سره خپلې سلامتۍ ته دپيښو گواښونو څخه دځان ژغورنې دپاره زيات وخت نشته.
هغه وويل که چرې پاکستان ته په وخت مرستې ورنۀ کړل شي نو ددې بدې اغيزې به دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه وشي.
هغه زياته کړه په وخت دمرستو نۀ ترلاسه کيدلو له امله به پاکستان دې ته اړ وي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې داوښتو زيانونو دځايې ډکولو دپاره دپرمختيايي پنگو څخه برخې بيلې کړل شي.
دپاکستان جمهوررئيس دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې ټاکل شوې ده دروانې مياشتې په وروستيو کې به په نيويارک کې دامريکا دجمهوررئيس براک حسين اوباما او دبرټانوي صدراعظم گورډن براؤن سره ليدنې ترسره کړي او په راتلونکې مياشت کې به دامريکا دبهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن پلازمينې اسلام اباد ته ورشي.

XS
SM
MD
LG