لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان پوځ : د سوات طالبانو  وياند مسلم خان نيول شوی دی


د پاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس په دغه هکله وائس اف امريکا ته وويل دپاکستان دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دطالبانو مرکزي وياند مسلم خان او يو بل مهم کمانډر محمود خان دسوات څخه نيول شوي دي.
دپاکستاني پوځ وياند په سوات کې دطالبانو دوياند مسلم خان دنيونې په هکله نور جزئيات ورنۀ کړل او وې ويل په سوات کې دطالبانو پر ضد پوځي عمليات دوام لري ځکه نو پهدغه هکله دنورو معلوماتو ورکړه دغه عمليات اغيزمن کولى شي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دجمعې په ورځ په اسلام اباد کې ژورنالستانو سره خبرو کې وويل مسلم خان او دهغه ملگري دخبرو اترو له لارې نۀ بلکې دعملياتو په مهال نيول شوي دي.
هغه يو ځل بيا وويل چې ترهگرو سره به خبرې نۀ کيږي.
دکورنيو چارو وزير په تندلارو غږ وکړو چې هغوي وسلې وغورځوي ځکه حکومت به هغوي سره هيڅ رقم نرمښت نۀ ښايي.
رحمان ملک ادعا وکړه چې دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو دطالبانو اووۀ ډلې پخپل مينځ کې جگړې کوي.
څيړونکي دپاکستاني پوځ لخوا داپريل دمياشتې څخه دطالبانو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې په لمړي ځل دلوړ پوړي طالب وياند مسلم خان نيونه ستر برياليتوب او طالبانو ته په دغو عملياتو کې دا سخته ضربه بولي.
حکومت له دې وړاندې په سوات کې دطالب وياند حاجي مسلم خان او محمود خان دسرونو قيمتونه يو ، يو کروړ روپۍ ايښودى دى.
دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله څخه وروستو مسلم خان دوهم او محمود خان څلورم مطلوب تندلاري کمانډران گڼل کيږي.
محمود خان په سوات کې دکوزې بانډۍ کمانډر دى.
دپوځي چارواکو له مخې درې نور تندلاري هم نيول شوي دي چې پکې فضل غفار، عبدالرحمان او سرتاج شامل دي.
په ملاکنډ کې سږ کال دطالبانو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو دپيل کيدو څخه وړاندې ددوؤ کلونو څخه تر زياتې مودې مسلم خان په سوات کې دطالبانو دوياند په توگه پاتې شوى دى خو نوموړى دپوځي عملياتو په پيل کيدو پټ شوى ؤ.
بايد وويل شي دپاکستاني طالبانو دغورځنگ يو بل وياند مولوي عمر هم تيره مياشت دقبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ څخه نيول شوى ؤ.
مولوي عمر قبائيلي لښکر هاغه مهال نيولى ؤ کله چې هغه دمهمند ايجنسۍ په لاره خپلې پلرنۍ سيمې باجوړ ته روان ؤ.

XS
SM
MD
LG