لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال کياني : دترهگرو تر ختميدو به په قلاره نۀ کښـينو


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دجمعې په ورځ دکوز دير سيمې ليدنه کړې او دغلته يې پوځيانو ته دوينا ترڅنګ قومي مشرانو ته ډاډ ورکړى چې پوځ به تر هغې تندلارو پسې وي ترڅو چې يې دهغوي نوغى نۀ وي ويستلى.
جنرال کياني وويل دپاکستان پوځ دتندلارو ملا ماته کړې ده او په دغه لړ کې يې زياتې قربانۍ ورکړي دي.
ددير په سکاؤټ چاوڼۍ کې پوځيانو ته دوينا په مهال ښاغلي کياني دتندلارو په ضد په کاميابو عملياتو پوځ ته سلام وړاندې کړو او وې ويل چې دپاکستان پوځ دهيواد دهرې برخې دژغورنې لپاره چمتو دى.
دپوځ سرلښکر دسيمې څخه دطالبانو په ويستلو او د٩٧ فيصده بې کوره شوؤ وگړو دبيرته پځايې کولو په کار کې دپوځ هڅې وستائيلې.
په دغه مهال جنرال کياني دسيمې دمشرانو سره هم وليدل او دطالبانو په ضد دپوځ عملياتو کې يې دهغوي دهمکارۍ څخه مننه او ستائينه وکړه.
جنرال کياني کوز دير ته دغه سفر په داسې مهال کړى چې هم نن دپاکستان پوځ او حکومت دسوات څخه دطالب وياند حاجي مسلم خان دنيولو خبر هم مطبوعاتو ته ورکړى دى.
پوځ ويلي دي دحاجي مسلم خان ترڅنگ يې يو بل پياوړى طالب کمانډر محمود خان اونور ګڼ شمير طالبان هم نيولي دي چې دا په روانو عملياتو کې يو ستر برياليتوب دى.

XS
SM
MD
LG