لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اويس غني: ملاکنډکې به دارالقضاء زر فعاله کړل شي


د پاکستان دسرحد ايالت گورنراويس احمد غني وايي دملاکنډ په زياتره سيموکې شرعي محکموفعاليت پيل کړى دى اؤ دارالقضاء به هم په راتلونکوڅو ورځوکې بيرته فعاله کړل شي.
په پيښورکې دگورنرپه ماڼۍ کې خبريالانوسره په خبروکې گورنر وويل دحکومت لخواچې دامنيت دټينگښت لپاره کوم گامونه اخستل شوي دي دهغې په نتيجه کې ترډيره حده دامن وضعه ښه شوې ده.
گورنرپه ډاگه کړه چې دسوات په گډون کۀ دصوبه سرحديا دقبائيلي سيمې په کومه برخه کې هم اړتياوليدل شي نوهلته به د ورانکارو پر ضد دپوځي عملياتوپيل کولوڅخه ډډه نۀ شي کولى.
ښاغلي غني وويل په هيڅ حال کې به ترهگروسره خبرې اترې ونۀ کړل شي بلکې دحکومت واکمني به ارومروباوري کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG