لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نور٧١٥ خاصه دارکار ته په نه راتلو لرې کړی شوې دي


دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ طارق حيات خان د٧٠٠ؤ څخه زيات هاغه خاصه دار دخپلو دندو څخه فارغ کړي چې دتندروه ډلې لښکر اسلام دمشر ددړکو له امله خپلو ډيوټيو ته نۀ حاضريدل.
طارق حيات خان بهرني خبري ادارې سره په خبرو کې وويل ٧١٥ؤ خاصه دارو په سيمه کې ديو تندلاري کمانډر منگل باغ دگواښونو څخه وروستو ډيوټيو ته دحاضريدو څخه انکار کړى وؤ.
هغه وويل دخيبرايجنسۍ د٢٥٠٠ؤ خاصه دارو څخه سلگونو ته خبر ورکړل شوى ؤ چې په ٢٤ؤ ساعتو کې دې ځانونه خپلو ډيوټيو ته حاضر کړي خو هغوي دجملې څخه ٧١٥ په دغسې کولو کې ناکام راغلي دي.
پوليټيکل ايجنټ وويل انتظاميې ٣٥٨ خاصه دار داتوار او ٣٥٧ دگل په ورځ برطرف کړي دي.
دهغه له مخې دغو ټولو خاصه دارو ډيوټيو ته د حاضريدو څخه انکار کړى اؤ وې ويل چې اوس به دهغوي دځائيونو پوره کولو لپاره نورې بهرتيانې کولى شي.
تندلارى کمانډر منگل باغ چې ادعا کوي په سيمه کې ديو لک څخه دزياتو جنگيالو يوه ډله دلښکر اسلام په نوم لري پخپل غيرقانوني ايف ايم راډيو باندې قانون جوړونکو اؤ دپوځ او مليشه ځواکونو هاغو عسکرو ته چې خپلې ډيوټۍ نۀ پريږدي دهغوي دکورونو ورانولو او دسختو سزاگانو گواښونه کوي.
دځايې اوسيدونکو له مخې دزيارت په ورځ دمنگل باغ دوينا څخه څو ساعته وروستو دهغه دډلې جنگيالو دخاصه دارو درې کورونه الوځولي دي.
دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه په خيبرايجنسۍ کې دتندروه ډلې لښکر اسلام په ضد پوځي عمليات وروستو له هغې پيل کړل شول چې تيره مياشت پاک افغان طورخم پوله يو ځانمرگي بريد کې ٢٢ خاصه دار وژل شوي وؤ.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې تر دې مهاله يې په خيبرايجنسۍ کې د١٣٥ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي خو دځايې خلکو په وينا په وژل شوؤ کې زياتره عام وگړي دي.

XS
SM
MD
LG