لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: عملياتو کې ١٣ جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ او دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دعملياتو په مهال ١٣ طالبان وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو د دباجوړ دسالارزو تحصيل په تنگۍ، گنگ، ملا سيف او بانډه سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دهيلي کاپټرو څخه گوله باري کړې ده چې پکې لس جنگيالي وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده په دغه عملياتو کې تندلاروپنځه ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
همدغه راز دباجوړ په چارمنگ تحصيل کې هم دتندلارو په ضد عمليات دوام لري.
بل لوري ته دصوبه سرحد په سوات او ملاکنډ سيمو کې دتندلارو په ضد روانو پوځي عملياتو کې دتير يو شواروز په مهال نور درې طالبان وژل شوي ،٤ؤ وسلې په ځمکه ايښودې او ١٨ نور نيول شوي دي.
دپاکستاني پوځ دبيان له مخې امنيتي ځواکونو د منگلتان سيمه کې دتندلارو په ضد عملياتو کې ٣ جنگيالي وژلي دي.
دپوځ وينا ده دسوات کالاگۍ، بانډې گهل، دمبارا، مټې اؤ شاه ډهيرۍ څخه ١٨ تندلاري نيول شوي او په چپريال کې ٤ؤ وسلې په ځمکه ايښودې دي.
دپاکستان دصوبه سرحد دواکمن سياسي ګوند عوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر او سپين روبي ملت پاله سياست مدار افضل خان لاله چې يو وخت په دې نظر ؤ چې په سوات کې پوځ او طالبان ديوې قوماندې دلاندې کار کوي ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل چې هغه مطمئن دى په سوات کې دپوځ لخوا دوروستيو لاسته راوړنو سره به دسيمې داولس باور پځايې شي.
افضل خان لاله وويل مخکې هر څوک په دې نظر ؤ چې په سوات کې طالبان دپوځ لخوا تقويه کيږي.
خو اوس چې په تيرو څو مياشتو کې پوځ دعملياتو په مهال دتندلارو کوم مشران ونيول ، دهغې سره داولس باور تر ډيره حده پځايې شوى دى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې افضل خان لاله زياته کړه هغه اوس هم په غوڅه توګه نۀ شي ويلى چې دسوات دطالبانو دمشر مولوي فضل الله دنيول کيدو سره به په سوات کې امن ټينګ شي که نه؟
خان لاله وويل په سوات کې ددائمي امن او تحفظ دپاره به دسوات اولس ته خپل رغنده رول ادا کول وي.

XS
SM
MD
LG