لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري امريکا ته رسيدلى دى


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دملگروملتونو دعمومي اسمبلۍ په غونډه کې دگډون دپاره امريکا ته رسيدلى دى.
دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ په٦٤مه غونډه کې به دنورو مهمو چارو ترڅنګ نړيوال مشران دپاکستان او افغانستان دامنيت په چارو هم غږيږي.
ټاکل شوې ده ښاغلى زرداري به دنهې په ورځ دملگرو ملتونو دوره کوي او دغلته به دملگرو ملتونو دسرمنشي بانکي مون او پخواني امريکايي جمهوررئيس بل کلنټن سره ليدنې کوي.
دزيارت په ورځ به جمهوررئيس زرداري دخپل امريکايي سيال براک اوباما او برټانوي صدراعظم گورډن براؤن سره يو ځايې دپاکستان دملگرو دغونډې گډه مشري هم کوي.
په دغه لړ کې دپاکستان اقتصادي پوهان او دامريکا داقتصادي کميټې غړي په گډه توگه ايجنډا ټاکي.
دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانګړى استازى رچرډ هالبروک به هم جمهوررئيس زرداري سره ويني.

XS
SM
MD
LG