لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:پوځ طالب کمانډرابوفراج نيولى دى


د پاکستان پوځ ادعاکړې ده چې دصوبه سرحدپه سوات سيمه کې يې دعملياتوپه مهال دطالبانومهم کمانډرابوفراج په ژوبل حالت کې نيولى دى.
په سوات کې دپوځ مطبوعاتي څانگې دابوفراج نيونه تصديق کړې ده خوپه دغه هکله يې دنوروجزئياتوڅرگندولوڅخه ډډه کړې ده.
دابوفراج خپل نوم نسيم ښودل کيږي اؤپه سوات کې چې تردې مهاله څومره ځان مرگي بريدونه ترسره شوي دي په هغې کې وژل شوي ځانمرگي ابوفراج تربيه کړي وؤ.
په روانه مياشت کې دادطالبانوڅلورم مهم مشردى چې دامنيتي ځواکونولخوانيول شوى دى.
لۀ دې وړاندې پوځ دسوات دطالبانووياندحاجي مسلم خان،کمانډرمحموداؤشيرمحمدقصاب هم نيولي وؤخوداتوارپه ورځ پوځ پخپل يوبيان کې وويل چې کمانډرشيرمحمدقصاب دزياتوزخمونوله امله مړشوى دى.
بايد وويل شي طالب کمانډرشيرمحمد په سوات کې دانسانانودحلالوپړه منلې وه اؤ پوځ ته يې ويلي وؤ چې دشلوڅخه زيات کسان يې حلال کړي دي.
دپاکستاني پوځ لخوادسوات په عملياتوکې په وروستيوپرمختگونودسوات خلک زيات خوشحاله اؤ په دې باوردي چې که پوځ دپرمختگونودغه لړۍ دوامداره وساتي نو دسوات څخه به ډيرزر دطالبانونوْغى اوځي.
دسيمې اوسيدونکي نوميالي پښتون ملت پاله سياسي مشرافضل خان لاله تيره اوونۍ ډيوه راډيوسره په مرکه کې ويلي وؤ وړاندې دسوات خلکوفکرکولوچې طالبان اؤپوځ ديوې قوماندې لاندې جنگيږي خودپوځ وروستيوپرمختگونو سره دغه منفي تاثر په ختميدلودى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG