لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري دزياتو امریکایي مرستو غوښتنه کړې ده


د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداي دسويلي اسياء لپاره دامريکايي جمهوررئيس ځانگړي استازي رچرډ هالبروک ،دامريکايي سي ايي اى دډائريکټر ليون پينټا او دامريکا دملي استخباراتو دمشر ډينس بلئير سره ليدلي دي.
په دغه ليدنو کې په امنيتي معاملو،دتره گرۍ په ضد په روانه نړيواله جگړه او په پاکستان کې دترهه گرو په ضد په روانو پوځي عملياتو خبرې وشوې.
جمهوررئيس زرداري امريکايي چارواکو سره په خبرو کې وويل دپاکستان حکومت دپوځ او اولس په مرسته دصوبه سرحد په سوات سيمه کې ترهگر له مينځه وړي او په نورو سيمو کې هم دطالبانو پر ضد جگړه روانه ده.
زرداري وويل دپاکستان حکومت، ادارې او اولس درايې په اتفاق او يوې ارادې سره دترهگرو پر ضد جگړه کوي او نړۍ دې هم په دې لړ کې زمونږ مرسته وکړي.
جمهوررئيس زرداري په امريکايي چارواکو ټينگار وکړو چې پاکستان ته دائتلافي مرستو په لړ کې ورکړل کيدونکې 1.5 اربه ډالره دې ورکړل شي چې دغه شان دترهگرۍ پرضد جگړه نۀ يواځې دوامداره وساتلى شي بلکې دا پرمخ هم بوځي.
امريکايي مشرانو جمهوررئيس زرداري ته باور ورکړو چې دغه مرستې به ډير زر ورکړل شي او په امنيتي او نورو څانگو کې دپاکستان په توان کې داضافې کولو لپاره به هم ورسره مرستې وشي.
له دې وړاندې دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما ځانگړي استازي رچرډ هالبروک هم ښاغلي زرداري سره وليدل.
په دغه مهال ددواړو هيوادونو ترمينځ انرژۍ، ټولنيزو او نورو څانگو کې په مرستو خبرې وشوې.
رچرډ هالبروک جمهوررئيس ته باور ورکړو چې امريکا به دترهه گرۍ په ضد جنگ او دملاکنډ او سوات دځپل شوؤ خلکو پځايې کولو لپاره پاکستان سره هر رقم مرسته دوامداره ساتي.
هالبروک زياته کړه امريکا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان هڅو ته دقدر په سترگه گوري.
ځانگړي استازي وويل چې دپاکستان پوځ داولس په ملاتړ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې زياتې لاس ته راوړنې کړي دي.
په دغه مهال دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وويل پاکستان دترهگرۍ په ضد جگړه کې دلمړي صف کردار ادا کوي او دغه جنگ دپاکستان دبقاء جنگ دى.
جمهوررئيس زرداري وويل پاکستان ته دمرستې نۀ بلکې دتجارت ضرورت دى ځکه نو امريکا او اروپا دې دپاکستاني مصنوعاتو لپاره خپلې منډهيانې پراخه کړي.
زرداري وويل دپاکستان ملگري دې دامداد په هکله خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
جمهوررئيس په دغو ليدنو کې زيات ټينگار په دې خبره کولو چې بايد امريکايي کانگريس دپاکستان دمرستو دپاره کيري لوگر بل زر تر زره منظورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG