لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : امریکا نړیوالې مسلې یوازی حل کولی نشي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما ویلي یوازی امریکا د نړۍ ستونزې نه شي هوارولی او دغو ستونزو هوارولو لپاره په نړۍ کې نوي هڅې پېلول غږ وکړو.
امریکایی صدر براک اوباما دغه خبرې ملگرو ملتونو جنرال اسمبلۍ ته پخپله لومړی وینا کې شورو په ورځ کړي.
نوموړي وویل چې د انصاف او څوکالی لپاره به امریکا کې دننه او بهر زړوري هڅې کوي.
ښاغلي اوباما زیاته کړه چې ټول هېوادنه دی بائد نړیوالو ستونزو هوارې لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.
نوموړي د غربت، چپریال کې دبدلون، اقتصاد ، د اټومي وسولو د نه خپوریدو او د ختمولو ستونزې په گوته کړی. ښاغلي اوباما د ١٩٢ غړو هېوادنو مشرانو ته وینا کې زیاته کړه چې امریکا خپله برخه کار کوي.
نوموړي په دغه لړ کې عراق کې د جگړې ختمولو، جسماني تشدد باندې بندیز لگولو ،افغانستان او پاکستان په گډون هېوادونو ته پرمختیا لپاره امداد ورکولو ذکر وکړو.
ښاغلي اوباما وویل هغه هېوادونه چې د اټومي وسلو د نه خپوریدو په لړ کې خپلې ذمه وارۍ نه تر سره کوي نو د نتیجو لپاره دی ځانونه تیار کړي.
نوموړي د ایران او د شمالي کوریا نومونه واخستل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG