لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : پنځه امريکايي پوځيان وژل شوي دي


امريکايي پوځ دجمعې په ورځ په يو بيان کې اعلان کړى دى چې پنځه پوځيان يې په جنوبي افغانستان کې ددريوؤ بيلا بيلو پيښو په مهال وژل شوي دي.
بيان کې راغلي دي درې پوځيان دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه ، يو دطالب جنگيالو په بريداو بل هم دگزمې په مهال په بريد کې وژل شوى دى.
دامريکايي پوځ وياند رابرټ کير او يو بل پوځي وياند الزبتهـ ميتهياس وايي دغه امريکايي پوځيان په زابل او نمروز ولايتونو کې وژل شوي دي.
دا مهال په افغانستان کې ديو لکو څخه زيات بهرني پوځيان موجود دي چې پکې ٦٥٠٠٠ امريکايي پوځيان شامل دي.
پينټاگان وايي چې په افغانستان کې دامريکايي پوځ کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل به په روانه اوونۍ کې افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږدونې خواست هم کوي خو واشنگټن به په دغه معامله تر هغې پريکړه ونۀ کړي ترڅو چې يې په جنگي ستراتيژۍ بيا نظراچونه مکمل کړې نۀ وي.
له دې وړاندې دامريکايي پوځ کمانډر انديښنه څرگنده کړې وه چې کۀ چرې افغانستان ته نور پوځيان ونۀ ليږدول شي نو مشن يې ناکاميدلى شي.
دمطبوعاتي راپورونو له مخې دا مهال شاوخوا نيمايي امريکايان افغانستان ته دنورو پوځيانو په ليږدونه نيوکې لري او يواځې ٢٩ فيصده خلک غواړي چې امريکا ته افغانستان ته نور پوځيان هم ليږدول پکار دي.

XS
SM
MD
LG