لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان اوهند خارجه سکتران په نیویارک کې ليدنه کوي


د پاکستان او هند دخارجه سکترانو ترمينځ دخالي په ورځ په نيويارک کې ليدنه ترسره کيږي.
په دغه ليدنه کې به داتوار په ورځ ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارود وزيرانو ترمينځ د ترسره کيدونکي باضابطه ليدنې په اړه تگلاره جوړولى شي.
دملگرو ملتونو دسرمشريزې غونډې په مهال ترسره کيدونکې ددغه غونډې څخه وړاندې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي پخپل يو بيان کې ويلي دي چې دخپل هندي سيال ايس ايم کرشنا سره به يې په خبرو کې دممبۍ دبريدونو څخه وروستو دامن دځنډيدلو امن بيا پيل کولو ته اوليت حاصل وي.
خو نوموړى دا هم وايي چې په دغه ليدنه کې هغه په سم لاسي توگه دکوم لويې پرمختگ هيله نۀ کوي.
ښاغلى قريشي پخپل بيان کې زياته کړې ده چې په دغه ليدنه کې به دترهه گرۍ دله مينځه وړلو په هکله هم خبرې کيږي .
دنوموړي دوينا له مخې ترهه گري دا مهال دپاکستان او هند دواړو لپاره گواښ جوړ شوى دى.
دبهرنيو چارو وزير وايي چې دترهه گرۍ دمقابلې لپاره ضروري ده چې يوه گډه تگلاره خپله کړل شي.
دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر له مخې پاکستاني چارواکي هندي چارواکو سره په پراخه حوصله دخبرو اترو لپاره روان دي او په دغو خبرو کې دگټور پرمختگ هيله ده.
که هر څو پاکستان ويلي دي چې په دغه ليدنه کې به دکشمير او داوبو دستونزې هواري ته هم اوليت ترلاسه وي خو دهند دبهرنيو چارو وزير له مخې دهغه دهيواد لخوا به په دغو خبرو اترو کې يواځې دترهه گرۍ ستونزه ارزښتناکه وي.
بايد ويل شي هند په پاکستان ټينگار کوي چې تير کال په ممبۍ کې په ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې دککړو کسانو په ضد گامونه واخلي او دغيرقانوني گرځول شوي جماعت الدعوة مشر حافظ سعيد ته هم سزا ورکړي څوک چې دنوي ډيلي له مخې دممبۍ دبريدونو په پلان کې ککړ ؤ.
پاکستان دمخه دممبۍ په بريدونو کې ککړ ٧ کسان نيولي دي او دهغوي په ضد دهيواد په محکمه کې مقدمه هم چلول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG