لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د امن کميټې په مشر ځانمرگي بريد کې څلور کسان وژل شوي


د صوبه سرحد دبنو ضلعې سره پيوست په نيمه قبائيلي سيمه بکاخيل کې دامن کميټې په مشر مولانا عبدالحکيم يو ځانمرگي بريد کې دنوموړي په گډون څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې دگل په ورځ دبنو دټوچي نالا په سيمه کې دپوليسو ديوې څوکۍ سره نزدې ځانمرگي دبارودو څخه ډک گاډى دامن کميټۍ دمشر عبدالحکيم گاډي سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
له پيښې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله گيره کې اخستې او په سيمه کې وضعيت تاؤژن دى.
دځايې خلکو وينا ده چې حکومت پلوه قبائيلي مشر عبدالحکيم پوځيانو ته دخپلې ولکې لاندې سيمه کې شمالي وزيرستان ته دورتيريدلو لاره ورکړې وه.
تيره اوونۍ دبکا خيل سره پيوست نيمه قبائيلي سيمه جاني خيل کې هم دامن کميټۍ په مشرانو هاغه مهال بريد شوى ؤ چې نزدې کلي ته ديوې غونډې لپاره روان وؤ چې په دغه بريد کې ١١ کسان وژل شوي وؤ.
شاوخوا درې مياشتې دمخه په بنو او ورسره پيوست نيمو قبائيلي سيمو جاني خيل او بکاخيل کې دطالب جنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو ځايې قبائيلو دحکومت سره دخبرو اترو وروسته دطالبانو په ضد دامن کميټۍ جوړې کړې وې او ددغو طالبانو په ضد يې پخپله دگامونو پورته کولو پريکړه کړې وه.
هم په بنو سيمه کې دوه ورځې دمخه دپوليسو په يوه تاڼه ځانمرگي بريد کې ١٥ کسان وژل شوي وؤ.
ددغه بريد پړه دپاکستاني طالبانودغورځنگ جنگيالو په غاړه اخستې وه خو دامن کميټې په مشرانو دترسره کيدونکو بريدونو پړه تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG