لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رابرټ گيټس : افغانستان کې دامريکا ماتې به خطرناکې نتيجې ولري


د امريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس وايي افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو دويستلو دپاره دوخت ټاکنه به يوه ستره غلطي وي او کۀ چرې امريکا په افغانستان کې ماتې وخوړه نو ددې به خطرناکې نتيجې رابرسيره شي.
امريکايي ټي وي سره په خبرو کې ښاغلي گيټس وويل افغانستان څخه دامريکايي پوځيانو زر بيرته ستنيدنه به تندلاري او طالبان خپله فتح گڼي لکه څنگه چې دشوروي اتحاد د پوځيانو افغانستان څخه دوتلو څخه وروسته گڼل شوي وؤ.
نوموړي وويل جنگيالي داسې گڼي چې گنې هغوي دشوروي اتحاد په شکل کې يو نړيوال قوت ته ماتې ورکړې وه او اوس کۀ چرې امريکا هم په دغه هيواد کې دماتې سره مخ شي نو ددې پائيلې به ډيرې خطرناکې وي.
دنوموړي په وينا په دغسې صورت کې به تندلاري نور هم پياوړي شي.
دامريکا ددفاع وزير وويل جمهوررئيس براک اوباما افغانستان کې دامريکايي پوځيانو دشميرې سيوا کولو په بابله تر اوسه کومه غوڅه پريکړه نۀ ده کړې.
بايد وويل شي په دې وروستيو مياشتو کې دافغانستان دننه دطالب ياغيانو مقاومت زيات سيوا شوى او تيره مياشت په افغانستان کې دامريکايي او ناټو ځواکونو کمانډر جنرال سټينلى ميک کرسټل ويلي وؤ کۀ چرې افغانستان ته په وخت نور پوځيان او وسائل ونۀ رسيږي نو دافغان جنگ دگټلو اثار به کم شي.
امريکايي جمهوررئيس براک اوباما افغانستان ته دنورو پوځيانو دليږلو په اړوند دريځ لري چې لمړى به دا باور ترلاسه کوي چې ايا افغانستان دپاره خپله کړل شوې تگلاره گټوره ده که نه ؟

XS
SM
MD
LG