لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک : جنوبي وزيرستان کې دسوات په څير په عملياتو غور روان دى


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي په جنوبي وزيرستان کې دسوات او شمالي وزيرستان په څير پوځي عملياتو پيل کولو باندې غور روان دى او په مناسب وخت به دغلته عمليات پيل کولى شي.
په لندن کې برټانوي خبري شبکې رائټرز سره مرکه کې ښاغلي ملک وويل حکومت دبيت الله محسود دډلې په ضد په عملياتو بوخت دى او دتندلارو څخه دخلاصون موندنې دپاره به هر رقم گامونه پورته کړل کيږي.
دکورنيو چارو وزير وويل په شمالي سيمو کې يواځې سيمه ييز طالبان فعاليتونه نۀ کوي بلکې دغلته دالقاعده او نورو تروريستي شبکو غړي هم موجود دي.
هغه وويل پاکستان تر دې مهاله په پوځي عملياتو کې زياتې لاسته راوړنې کړي او دطالبانو ملا يې ماته کړې ده خو القاعده اوس هم په سيمه کې وجود لري.
نوموړي په کوئټه کې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دموجوديت په هکله راپورونه رد کړل او وې ويل په دغه لړ کې امريکا، برټانيه او نور مربوط اړخونه بايد مونږ ته کوټلي ثبوتونه او معلومات راکړي.
هغه وويل کۀ چې په کوئټه کې دطالبانو دموجودگۍ په هکله معلومات سم وي نو دهغې په اساس به پاکستان دغلته دتندلارو په ضد گامونه واخلي او هغوي به له مينځه يوسي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل دممبۍ دبريدونو په اړه دحافظ سعيد څخه پلټنې شوې وې خو په هغه ددوسيې دائرولو دپاره ثبوتونو ته اړتيا ده.
نوموړي وويل کۀ چرې هند په دغه هکله ثبوتونه ورکړي نو حافظ سعيد به ونيول شي.

XS
SM
MD
LG