لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران : د اوږدی فاصلی ته رسیدونکو میزایلو ازموینه کړی


ایران ویلی چې د اوږدی فاصلی ته رسیدونکو د دوو میزایلو کامیابه تجربه کړیده.
دفاعي څیړونکي وایي دغه میزایل اسرایل او اروپا ځیني برخې په نښه کولی شي.
د ایران سرکارۍ ټیلي ویژن د گل په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دا میزایل د ایران یو صحرا کې زمکې نه په زمکه ویشتل شوی دی.
د اروپایي یونین د بهرنیو چارو مشر هاویر سولانه خپل یو بیان کې د ایران د میزایلو په ازموینو خپله اندیښنه ښودلی. ځیني اروپایي څیړونکی وایي یو میزایل اټومي وسلی وړلو قابلیت لري.
د زیارت په ورځ جینوا کې به امریکا او نړۍ نور قوتونه په ایران فشار اچوي چې خپل اټومي پروگرام په مکمل ډول ښکاره کړي.
د امریکې بهرنیو چارو وزیری هیلري کلنټن د اتوار په ورځ ویلي که خبری کامیابی نشي نو ایران پرضد سخت بندیزونه لگول کېږي.
روسیه د گل په ورځ نړیوالی ټولنی ته د ایران د میزایلو ازموینو باندی د صبر نه کار واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG