لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو اداره وايي جنوبې وزیرستان کې د کډوالوامداد به کوي 


پاکستان کې د ملگرو ملتونو د بشرې مرستې ادارې ویلې دې چې په غټه شمیره کې خلک جنوبې وزیرستان کې د پوځ لخوا د طالبانوخلاف د ممکنه نوي اپریشن د شورع کیدو وړاندې ددغه سیمې نه اوځې.
دملگرو ملتونود بشرې مرستې ددفتر مشر مینیول بیسلر وائس اف امریکا ریډیو ته ویلې دې چې تر داوخت د جنوبې وزیرستان نه ٨٠،٠٠٠ؤ پورې خلکو خپله سیمه پریښودې ده او په ډیره اسماعیل خان، ټانک او نورو سیمو کې يي پناه اخستې ده او محفوظ ځایونه لټوي.
مطبوعات وايي چې د هیلې کاپټرونو نه پانړې غورځول شوې دي چې پکې خلکوته خبرداری ورکړی شوی دی چې ددغه سیمې ته بهرته اوځې. د اپریل په میاشت کې سوات کې د طالبانو خلاف د عملیاتو شورو کیدو وړاندې هم دغه رنگ حکمت عملې کارولې وه او خلکو ته د سیمې پریښودووینا شوې وه.
که څه هم حکومت وايي چې جنوبې وزیرستان کې کوم عملیات نه شورو کوي خو ښاغلی بیسلر وايي چې دوې د کډوالو د مرستې لپاره تا بیا کړې ده.
هغه وايي چې دوې طمعه لرې چې په راتلونکې وخت کې به نور خلک هم دغه علاقه پریږدې او بې کوره خلکو لپاره يي د خوراکې او د غیر خوراکې مرستې تیاری نویلې دی.
هغه وايي چې ضلعي حکومتونه دې هم دبې کوره شوو خلکو د ضلعې په کچه ددوې مرسته اوکړې. هغه اویل چې د امنیت لپاره دې هم گامونه پورته کړې شې.
جنوبې وزیرستان د طالبانو او القاعده مرکز گنړلی کیږي.
د گل په ورځ د القاعده شبکې د دویمې درجې مشر ایمن الظواهرې د انټرنیټ د لارې یو ییان کې د پاکستانې طالبانو مشر بیت الله محسود ستائنه کړې ده. بیت الله محسود تیره میاشت په جنوبې وزیرستان کې د بې پائلټه جهاز په برید کې وژل شوی دی.
دالقاعده لخوادا وړمبې واردی چې د بیت الله محسود وژل کیدل يي تسلیم کړي دې.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG