لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ادعا : په نښتو کې دحکيم الله محسود ورور وژلی دی


پوځي چارواکي وايي دا فغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپوځيانو سره په يوه نښته کې دپاکستاني طالبانو دنوي ټاکل شوي مشر حکيم الله محسود ورور کليم الله محسود وژل شوى دى.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل کليم الله محسود دگل په ورځ پوځيانو سره دډزو په تبادله کې وژل شوى اود شورو په ورځ په مکين سيمه کې خاورو ته سپارل شوى دى.
دکليم الله محسود دوژل کيدو دپيښې په هکله پاکستاني پوځي چارواکو ويلي دي تيره ورځ د شمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې دطالبانو لخوا دامنيتي ځواکونو په کيمپ دميزائيلي بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو درزمک شاوخوا او دنزدې جنوبي وزيرستان په لدها او مکين سيمو کې دتندلارو دپټيدو ځائيونه په نخښه کړي وؤ.
په دغه بمبارۍ کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله دکشر ورور کليم الله محسود په گډون ٧ طالبان وژل شوي وؤ
دغه سيمې دطالبانو تر ولکې لاندې دي ځکه نو پاکستاني چارواکو نن دزيارت په ورځ دکليم الله محسود دوژنې پخلى کړى دى.
تيره مياشت په يو ميزائيلي بريد کې دبيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو دحکيم الله محسود لخوا دپاکستاني طالبانو دغورځنگ دمشر ټاکل کيدو دادعا څخه راپديخوا دا لمړى ځل دى چې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې طالبانو ته دومره ستره ضربه اوښتې ده.
دپاکستان حکومت وايي دکال ٢٠٠٧م راپديخوا دبيت الله محسود په مشرۍ دپاکستاني طالبانو ډلې په ټول پاکستان کې شاوخوا د٢٧٠ؤ حملې او ځانمرگي بريدونو کړي دي چې پکې د٢١٠٠ؤ څخه زيات کسان په تيرو دوؤ کلونو کې وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG