لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پاکستان سره د 899 ډالرو مرستو لوظنامه لاس لیک کړی


د امریکا او د پاکستان حکومتونو نن د 899 ډالرو مرستو تړونونه په صت، تعلیم، حکومتي نظام او د کال 2005 زلزله ځپلو سیمو کې د بیا ودانی په مدونو کې لاس لیک کړي دي.
د امریکی سفارت خانی لخوا خپور کړل شوی بیانیه وایي د دغه لوظنامی وروسته به څږ کال د امریکا د نړیوالی مرستو ادارې (یوایس ایډ) د لارې ورکړل شوو مرستو شمېر 920 ملین ډالرو ته ورسي.
د مرستو ځیني برخه به د پاکستان حکومت او ځایي غیر دولتی موسسو ته ورکول کېږي چې پروگرانونه په عملي کړي.
بیانیه وایي په دغه لوظنامه کې د پاکستان بجټ سره نېغ په نیغه د بېنظیر انکم سپورټ پروگرام، د کډوال شوو خلکو مالی مرستو پروگرام او د پاکستان تکنیکي او فني تعلیم سره مرستې به د پاکستان اعلی تعلیمي کمیشن دلاری کولی شي.
په پاکستان کې دامريکا مرستيال سفير جيرالډ فيرسټن ويلي دي دغه لوظنامی د امریکی د هغه تل پاتو هڅو څرگنده ونه کوي چې امریکا د پاکستان سره د خپل اولس د ژوند ښه کولو لپاره کوي.
د امریکا کانگرس په يو اتفاق دپاکستان دامداد لپاره دکيري لوگر بل منظوري ورکړې ده چې ددې ترمخه به پاکستان ته امريکا دپينځوؤ کلونو لپاره يونيم ارب ډالره کليز غير پوځي امداد او ټول په ټوله اووۀ نيم اربه ډالره ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG