لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيلاني د ملاکنډ عملیات بریالي بللي دي


د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ويلي وخت ثابته کړه چې په ملاکنډ کې دتندلارو پر ضد پوځي عمليات پيل کول يوه سمه پريکړه وه.
ښاغلي گیلاني داخبره په ډاگه کړه چې دملاکنډ په گډون دهيواد په نورو سيمو کې دترهگرۍ گواښونه اوس هم موجود دي.
يوسف رضا گيلاني وويل په ملاکنډ ډويژن کې دعملياتو په برياليتوب سرته رسولو کې نۀ يواځې دپوځ بلکې دپارلمان او دپارلمان څخه بهر دسياسي مشرتابۀ هم مهم کردار دى او تر ټولو زياته مړانه دپاکستان اولس وښودله.
سېنټ ته د وینا په وخت ښاغلي گېلاني په عملیاتو کې د نیول شوو طالبانو شمېر 3000 وښوده. خو زیاته یي کړه چې د نیول شوو طالبانو لپاره ورسره قیدخانو کې ځایونه نشته.
دپاکستان دپوځ وينا ده چې تراوسه يې په ملاکنډ کې دځينو مهمو طالب کمانډرانو په گډون شاوخوا دوه زره طالبان وژلي دي.
وزيراعظم
صدراعظم وويل داولس دملاتړ خخه پرته يو جنگ هم نۀ شي گټل کيدلى.
ښاغلي گيلاني وويل دترهگرۍ او تندلاريتوب دگواښ دمقابلې څخه علاوه هيواد دانرژۍ دبحران څخه ويستل هم دحکومت په اوليتونو کې دي او دا مهال ټوله نړۍ پاکستان ددغه ستونزې څخه دويستلو لپاره يو موټى ده.

XS
SM
MD
LG