لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي ادعا :  خيبر ایجنسۍ کې 27  جنگیالي وژلي


د افغانستان سره په پوله دپرتې پاکستاني قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې دامنيتي ځواکونو ادعا کړی چې په عملیاتو کې 27 تندلاري وژلی دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دجمعې په ورځ ٣ؤ گن شپ هيلي کاپټرو دباړې په ډوره او سورډنډ سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړې.
سرچينې وايي په دغه گوله بارۍ کې دملک دين خيل او سپاه قبيلو يو شمير ودانيو ته هم زيان رسيدلى دى.
پوځی چارواکي ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې ديو تندلاري کمانډر سيفور په گډون ٢7 تندلاري وژل شوي.
کومو ازداو سر چینو د پوځي ادعاو پخلی نه دی کړی.
په سورډند سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځه ډزې هم شوي چې پکې يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
په باړه کې دتندلارو په شکمنو ځالو دغه گوله باري وروستو له هغې شوې ده چې دزيارت په ورځ په باړه کې دامنيتي ځواکونو په يو گاډي بمي بريد کې ٢ کسان وژل شوي او ٥ امنيتي عسکر ژوبل شوي وؤ.
په خيبرايجنسۍ کې دتيرې يوې مياشتې راهسې امنيتي ځواکونه دتندروه ډلې لښکراسلام په ضد په عملياتو بوخت دي او تر دې مهاله ددغه ډلې په شلگونو جنگيالي دعملياتو په مهال وژل شوي او دگڼ شمير نورو کورونه هم ړنگ کړل شوي دي.
بل لوري ته دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرانشاه تحصيل کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنو له امله ١٦ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنې دميرانشاه په بيټرانو ميله کې ترسره شوي دي.
ددې ترڅنگ په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په چارمنگ سيمه کې سختې نښتې شوي چې پکې د٥ؤ تندلارو دوژل کيدو او ٤ؤ نورو دژوبل کيدلو ادعا شوې ده.
سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې په چارمنگ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو يو شمير ځالې په نخښه کړي دي.
همدغه راز دچارمنگ په شريف خانه سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ دنښتو په مهال په يو کور دگولې غورځيدو له امله ٦ کسان وژل شوي دي. او ٤ نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي چې په وژل شوؤ کې دوه ماشومان او ميرمنې هم شاملې دي.
دباجوړ په صديق اباد او عمري کې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې هم شوي دي خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
بل لوري ته دپاکستان پوځ وايي دسوات په عملياتو کې د تير يو شواروز په مهال ٣ تندلاري وژل شوي،٦ نيول شوي او ٧ؤ پخپله خوښه ځانونه قانون ته سپارلي دي.
دپوځ دبيان له مخې په نيول شوؤ تندلارو کې کمانډر رحمت او شاهد هم شامل دي.
دصوبه سرحد او قبائيلي سيمو دننه دپوځي عملياتو ترڅنگ د مردان په سيمه کې هم ٢ پوليس عسکر دنامعلومو خلکو په ډزو وژل شوي دي.
دوژل شوؤ پوليسانو نومونه ناصر او سبحان علي ښودل شوي دي.
دغه پوليسو دگړي کپوره تاڼې په حد کې په محب روډ گزمه کوله چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او وې وژل.

XS
SM
MD
LG