لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان :  نښتو کې اته امريکايي عسکر وژل شوي دي


د پاکستان پولې ته نزدې دافغانستان په نورستان ولايت کې طالب جنگيالو ديو جومات او کلي څخه په دوؤ لرې پرتو پوځي مرکزونو بريد کړى او ٨ امريکايي پوځيان يې وژلي دي.
ايساف پخپل بيان کې د٨ؤ امريکايي پوځيانو وژنه منلې ده او ويلي يې دي په دغه پيښه کې دوه افغاني عسکر هم وژل شوي دي.
دايساف په دغه بيان کې دومره خو په ډاگه شوې ده چې دغه امريکايي پوځيان په نورستان ولايت کې وژل شوي خودپيښې دقيق ځايې پکې نۀ دى ښودل شوى.
بيان کې زياته شوې ده گډو ځواکونو دغه بريد په شا وتمبولو او دښمن ته يې هم درنه مرگ ژوبله اړولې ده.
دنورستان والي جمال الدين بدر ويلي دي جنگيالو دغه بريد په کامديش اولسوالۍ کې په دوؤ لرو پرتو پوستو وکړو چې يوه دغرۀ پۀ څوکه او بله يې لاندې وه.
نوموړي په ډاگه کړه ددغو پوستو څخه يو لوري ته کلى او بل لوري ته جومات موقعيت لري.
والي بدر وويل جگړه تر ډيره وخته روانه وه او ادعا يې وکړه چې د٥ؤ تندلارو مړي هم ترلاسه شوي دي.
هغه وويل سږ کال دپاکستان لخوا په سوات کې دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه وروستو دغه طالبان دپاکستان څخه نورستان او نزدې کونړ ته تښتيدلي دي.
هغه وويل په کوم ځايې کې چې لږ امنيتي ځواکونه وي ، اکثره دغه رقم پيښې رامينځته کيږي.
والي دنړيوالو او افغان ځواکونو ترمينځ د همغږۍ دنشتوالي څخه هم گيله وکړه.
دنورستان ولايت دپوليسو مرستيال مشر محمد فاروق خبريالانو ته وويل په کامديش اولسوالۍ کې د ٩٠ پوليس عسکر بې درکه دي او دسرنوشت په هکله يې هيڅوک خبر نۀ لري.
بل لوري ته طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه منلې ده او دطالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چې ٣٥ افغان پوليس هغوي دځان سره تښتولي دي.
هغه وويل په دغو پوليسو کې داولسوالۍ دپوليسو مشر هم دى او دطالبانو شورا به ددغو پوليسو دراتلونکې په هکله پريکړه کوي.
خودنورستان ولايت والي بدر ويلي دي چې يو پوليس هم نۀ دى تښتول شوى.
په لندن کې دامنيت او پرمختيا په هکله نړيوال کونسل تهينک ټينک دوړاندې څخه پخپل يو راپور کې اندازه لگولې وه چې طالبان دافغانستان په ٨٠ فيصده برخه کې موجوديت لري.
دکال ٢٠٠٨م داگست په مياشت کې دطالب جنگيالو لخوا په يو بريد کې د٨ؤ فرنچ عسکرو دوژلو څخه وروستو بهرنيو ځواکونو ته په يوه پيښه کې اوښتې دغه تر ټولو ستره ضربه گڼل کيږي.
دراپورونو له مخې سږ کال په افغانستان کې ٣٩٤ عسکر وژل شوي چې پکې ٢٣٦ امريکايان هم شامل دي او په کال ٢٠٠١ء کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه تراوسه د١٤٣٠ ؤ څخه زيات عسکر وژل شوي دي.
نورستان دپاکستان سره په پوله پرته سيمه ده او دغلته دکال ٢٠٠٨م دجولايي په مياشت کې هم دجنگيالو په يو بريد کې ٩ امريکايي پوځيان وژل شوي وؤ.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا يو لک بهرني پوځيان موجود دي خو په افغانستان کې دناټو او امريکا لوړپوړي کمانډر جنرال سټينلى مک کرسټل دغلته وضعيت سنجيده گرځولى او دنورو ٤٠ؤ زرو پوځيانو دليږدولو غوښتنه يې کړې ده.
هغه خبردارى ورکړى دى چې کۀ افغانستان ته دغه عسکر ونۀ ليږدول شي نو دطالبانو په ضد روانه جگړه دځان سره زيانونه راوړلى شي.

XS
SM
MD
LG