لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي :وزيرستان کې دعملياتو معامله بايد په پاکستان پريښودل شي


امريکايي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز سره په مرکه کې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل په وزيرستان کې به دتندلارو په ضد دعملياتو لپاره وخت پاکستان پخپله ټاکي.
دقريشي په وينا دا خبره دپاکستان په پوځ پريښودل پکار ده چې هغوي کله او څنګه وزيرستان ته په تندلارو پسې ورننوځي.
نوموړي وويل پاکستان دتندلارو په ضد په عملياتو کولو ژمن دى خو دخپل هيواد په وضعيت او شرائطو هم ډير ښۀ پوهيږي او دوخت او موقعې په ترلاسه کولو سره به ګامونه اخلي.
نوموړي زياته کړه دپاکستان پوځ او استخباراتي شبکې دحکومت د خوښې مطابق کار کوي.
دهغه وينا وه اوس دپاکستاني اولس رايې دطالبانو په ضد شوې ده.
نوموړي وويل دبلوچستان په کوئټه کې دطالبانو دشورا دموجوديت بې اساسه خبرونه داوږدې مودې څخه راروان دي ، خو دکومو کسانو دنومونو فهرست چې ورکړل شوى هغوي مړۀ شوي او يا يې پاکستان پريښودى دى.
ښاغلي قريشي وويل بايد امريکا فکر وکړي چې پاکستان خو پخپله دطالبانو په ضد په جګړه بوخت دى نو بيا په کوئټه کې د طالبانو په راټولولو سره به مونږ ته څه ګټه ورسيږي؟
دامريکا او پاکستان ترمينځ داړيکو دبې باورۍ په هکله ديوې پوښتنې ځواب کې هغه وويل پاکستان چې دامريکا سره په ګډه کار کولو ته تيار دى نو بيا دشکونو دڅرګندونو پځايې هغوي ته دموقعې څخه ګټه ترلاسه کول پکار دي.
نوموړي وويل کۀ چرې امريکا دپاکستان استخباراتي شبکه ايي ايس ايي ملګرې جوړول غواړي نو بيا به ورته په دې دنيوکو لړۍ بندول پکار وي.
قريشي وويل کۀ اوباما انتظاميه دافغانستان ياغيتوب چقولو څخه پرته شاتګ وکړي نو خپل درناوى به وبائيلي.
هغه وويل دپاکستان حکومت او امنيتي ادارو دتندلارو په ضد پخپل هيواد کې دجګړې هوډ کړى دى خو قام ددغه کار لپاره دامريکا زياتې عسکري وسيلې غواړي.

XS
SM
MD
LG