لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکيم الله محسود دقبائيلي سيمو خبريالانو سره ليدلي دي


دپاکستاني طالبانو نوي مشر حکيم الله محسود په وړمبي ځل خبريالانو سره ليدلي او دړکه يې کړې ده چې دبيت الله محسود دوژنې بدل به اخلي.
نوموړي دخبريالانو سره دغه ليدنه وروستو له هغې کړې ده چې امريکايي استخباراتي چارواکو ويلي وؤ گمان دی چې حکيم الله محسود وژل شوى دى.
دامريکايي خبري اژانس له مخې حکيم الله محسود ويلي دي چې په دې وروستيو کې دپاکستان په قبائيلي سيمو دبې پيلوټه ډرون بريدونو دزياتوالي په ځواب کې به په پاکستان او امريکا بريدونه کولى شي.
طالب مشر حکيم الله محسود په لمړي ځل دقبائيلي سيمو دخبريالانو يوې وړې ډلې سره داتوار په ورځ په دې شرط ليدنه وکړه چې دهغه سره کيدونکې مرکه به دگل په ورځ خپريږي.
دخبريالانو لخوا نيغ په نيغه حکيم الله محسود سره دليدنې وروستو دهغه دوژنې په هکله ټول خبرونه بې اساسه ثابت شوي دي.
په دغه مهال حکيم الله محسود وويل پاکستان کې به داسلامي نظام لپاره د هغوي هلې ځلې روانې وي.
دروان کال داگست دمياشتې په ٥مه نيټه يو ميزائيلي بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل کيدو څخه وروستو طالبانو حکيم الله محسود خپل مشر ټاکل ؤ.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک دوړاندې څخه ويلي وؤ چې حکيم الله محسود دطالبانو په خپل مينځي جگړه کې وژل شوى دى.
همدغه راز رحمان ملک دا ادعا هم کړې وه چې طالبان دخپل مينځي اختلافونو ښکار شوي او هغوي اوس په ٧ؤ ډلو کې ويشل شوي دي.

XS
SM
MD
LG