لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : نښتو کې ١٠ افغان عسکر وژل شوي دي


دافغانستان ددفاع وزارت ويلي دي په جنوبي او ختيز افغانستان کې دنښتو په مهال ١٠ افغان عسکر وژل شوي او د١٠٠ؤ څخه زيات طالب جنگيالي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
ددفاع وزارت په يو بيان کې ددفاع وزارت وياند محمد ظاهر عظيمي ويلي دي دغه مرگ ژوبله په دوؤ ولايتونو نورستان او هلمند کې رامينځته شوې ده.
چې ناټو او افغان ځواکونو دگل په ورځ وروستو له هغې چې په يو بريد کې اته امريکايي پوځيان وژل شوي وؤ دطالب جنگيالو دويستلو لپاره گډ عمليات پيل کړي وؤ.
دافغان پوځ يو کمانډر شيرمحمد ځاځي ويلي دي تندلارو دهلمند ولايت په گريشک اولسوالۍ کې په يوه پوځي گزمه بريد وکړو چې له دې وروستو ددواړو خواؤ ترمينځ تر يو ساعته نښته وشوه.
هغه وويل په دغه نښته کې ١٠ عسکر وژل شوي او يو بل ژوبل شوى دى
هغه دا هم وويل چې په دغه نښته کې تندلارو ته هم مرگ ژوبله اوښتې خو ددقيقې شميرې په هکله يې څه ونۀ ويل.
دطالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي دهلمند او قندهار په لويه لاره دطالبانو او افغاني او ناټو گډو ځواکونو ترمينځ نښته شوې ده.
هغه ادعا وکړه چې په دغه نښته کې اته عسکر وژل شوي، دناټودووټانکونه او دافغان ځواکونو درې گاډي يې پخپله ولکه کې اخستي دي.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دا مهال طالب جنگيالي دبيلا بيلو لارو په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي او د خالي په ورځ په نورستان کې ديو غرۀ ترڅنگ په دوؤ پوستو ترسره شوى بريد تر ټولو خونړى ځکه گڼل کيږي چې پکې اته امريکايي عسکر وژل شوي وؤ.
په افغانستان کې دناټو او امريکا کمانډر جنرال سټينلى ميک کرسټل افغانستان ته دنورو ٤٠ؤ زرو امريکايي پوځيانو دليږدنې غوښتنه کړې ده او په نړيوالو ځواکونو يې غږ کړى دى چې په افغانستان کې دياغيتوب چقولو په غرض دافغان عسکرو تربيه کولو لپاره خپلې هڅې نورې هم تندې کړي.


XS
SM
MD
LG