لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک : طالبان پاکستان کې ترهگريزفعاليتونه چټک کولى شي


دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په اسلام اباد کې دملگرو ملتونو په دفتر دځانمرگي بريد ترسره کيدو څخه وروستو انديښنه څرگنده کړې ده چې ترهه گر په هيواد کې نور ترهه گريز بريدونه هم ترسره کولى شي.
تيره ورځ داسلام اباد په ځانمرگي بريد کې دژوبل کسانو دپوښتنې کولو وروستو خبريالانو سره دخبرو په مهال رحمان ملک وويل په جنوبي وزيرستان کې دطالبانو په نخښه کولو لپاره عمليات روان دي او کۀ چرې معلومه شي چې دهغوي کارروايۍ سيوا کيږي نو بيا دپوځ دعملياتو لمن نوره پراخيدلى شي.
نوموړي وويل طالب قيادت له مينځه وړل شوى خو لږ ډير پاتې طالبان ژوبل ماران جوړ شوي دي.
رحمان ملک وويل کۀ ضرورت پيښو نو په صحيح وخت کې دافغانستان دپولې ترڅنګ هم دطالبانو په ضد عمليات پيل کیدی شي.
هغه زياته کړه په سوات کې طالب مشرتابۀ پريکړه کړې وه چې داختر څخه وروستو به ترهه گريزو فعاليتونو ته دوام ورکړي او دوزيرستان ترهه گرو هم په يوه غونډه کې پريکړه کړې وه چې دخپل وژل شوي مشر بيت الله محسود دوژنې بدله به اخلي.
هغه وويل له دې وروستو انديښنه ده چې ترهه گر داسلام اباد دځانمرگي بريد په شان نور ترهه گريز فعاليتونه هم ترسره کړي.
رحمان ملک وويل دهيواد په يوه برخه کې به هم دحکومت واکمني چيلنج کوونکي ونۀ زغمل شي.
دکورنيو چارو وزير ترهه گرو ته خبردارى ورکړو چې دپاکستان څخه دې اوځي گنې انجام به يې ډير بد وي او وې ويل چې ځانمرگي بريد کوونکي پاکستانيان نۀ شي کيدلى.
په اسلام اباد کې دځانمرگي بريد څخه وروستو ملگرو ملتونو په عارضي توگه په پاکستان کې خپل دفترونه تړلي خو ويلي يې دې چې دهغوي پاکستاني ملگري تنظيمونه به دخوراک، دارو درملو او نورو ضروري څيزونو ويشل دوامداره ساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG