لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري : پاکستان ته په اخلاص مرستې ورکوؤ


د امریکا دبهرنيو چارو وزيری مېرمن هېلري کلنټن ویلي پاکستان ته په اخلاص مرستې ورکوؤ.

دميرمن کلنټن وينا وه دپاکستان حکومت چې کوم برياليتوبونه ترلاسه کړي ، دهغې په اساس دغه هيواد دنړيوالې ورورولۍ مرستو ته اړتيا لري.

هغې وويل امريکا دانرژۍ ، تعليم، ډيموکراسۍ او نورو څانگو کې پاکستان سره دمرستو هوډ لري.
په واشنگټن کې دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن سره له ليدنې وروستو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کې شاه محمود قريشي ویلي امريکا بايد پاکستان او دگاونډيو هيوادونو اولسونو ته باور ورکړي چې سيمه کې دثبات دټينگښت دپاره ورسره داوږدې مودې تگلاره په لاس کې ده. کوله.

په دغه ليدنه کې دافغانستان په وضعه او پاکستان ته دامريکا لخوا په ورکړل کيدونکو مرستو خبرې اترې وشوې.

دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دامريکايي کانگريس لخوا دپاکستان دمرستې لپاره دکيري لوگر بل دمنظورولو هرکلى وکړو.

ددغه بل په اساس به پاکستان ته ٥ؤ کلونو کې ٧ نيم اربه ډالر ورکول کيږي.

په پاکستان کې ځينې خلک په دغه بل ټکونه کوي او ددغه مرستو دويشلو لپاره په پاکستان کې دموجودو امريکايانو سيوا کيدل دهيواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه گڼي.

دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيري کلنټن دغه انديښنې رد کړې او وې ويل امريکا داسې هيڅ اراده نۀ لري .

هغې وويل دا داخلاص څخه ډکې هڅې دي چې مقصد يې دپاکستاني اولس مرسته کول دي.

شاه محمود قريشي پخپله وينا کې وويل هغه په دې خبره مطمئن دى چې داوباما انتظاميه به دپاکستان په کورنيو چارو کې دلاس وهنې هڅه نۀ کوي.

هيلري کلنټن دغه مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې دا هم وويل چې ددواړو هيوادونو اړيکې زياتې ښې کيږي او دامن او سوکالۍ دپاره دواړه هيوادونه گډ مقصد لري.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG