لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات : پوځ عملياتو کې د١٧ؤ طالبانو دوژنې ادعا کړې ده


د صوبه سرحد په سوات او ملاکنډ سيمو کې د طالبانو پر ضد دپوځ عمليات دوامداره دي او دتير يو شواروز په مهال پوځ په بيلا بيلو سيمو کې د١٧ؤ تندلارو دوژلو او د١٣ؤ دنيولو ادعا کړې ده.
دزيارت په ورځ په سوات او ملاکنډ کې دپوځي عملياتو په هکله پخپل بيان کې پوځ ويلي دي تلي ګرام، بنجوټ، منګلتان او سير کې ١٢ او په کسونه سيمه کې پنځه تندلاري وژل شوي دي.
پوځ دا هم ويلي دي چې په ډيرۍ سيمه کې ٧ؤ تندلارو وسلې غورځولي او ځانونه يې قانون ته سپارلي دي.
په سوات کې دپوځ او تندلارو ترمينځ دغه نښتې په داسې حال کې کيږي چې دطالبانو زياتره مشران دپوځي عملياتو په مهال يا خو وژل شوي او يا نيول شوي دي.
دا مهال طالبان په سوات کې په منظم شکل نۀ ليدل کيږي ، خو دطالب مشر مولانا فضل الله په ګډون يو شمير بې درکه طالب کمانډران غرونو ته ختلي او اوس هم تندرويان په پټ ډول پوځ سره نښتو ته راپاروي.
دسوات خلک پخپله سيمه کې دامنيت دټينګښت په لړ کې دپوځ او حکومت پلويان دي.
دپاکستان پوځ پخپل بيان کې په قبائيلي سيمه وزيرستان کې په رزمک کيمپ دتندلارو لخوا دراکټي بريد خبر هم ورکړى دى
پوځ وايي په دغه بريد کې ٤ عسکر ژوبل شوي دي، خو د پيښې په هکله يې نور جزئيات نۀ دي په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG