لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي ادعا: د دره ادم خيل عملياتو کې نهه جنگيالي وژل شوي دي


د پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دپوځ او طالبانو ترمينځ نښتو کې نهه جنگیالي او په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په امنيتي پوسته بريد کې دوه پوځيان وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ دخالي په ورځ پخپل بيان کې وايي په دره ادم خيل کې دپوځ او تندلارو ترمينځ رامينځته شوې نښته کې د٩ؤ تندلارو دوژل کيدلو ترڅنگ ٥ تندلاري ژوبل شوي هم دي.
دره ادم خيل کې دتير يو کال راهسې وخت ناوخته دپوځ او تندلارو ترمينځ نښتې وروستو له هغې پيل شوي دي چې تندلارو دپوځ دوسلې درې ډک گاډي تښتولي وؤ.
ددغو وسلو دپيدا کولو دپاره وروستو پوځ په سيمه کې پوځي عمليات کړي وؤ چې پکې دسوونو ترهه گرو دوژل کيدو ادعا شوې وه.
دره ادم خيل چې دوسلو او مخدره موادو دخرڅون دپاره شهرت لري پکې تندلارو تر دې مهاله په امنيتي ځواکونو دځانمرگي بريدونو ترڅنگ دسپکو او درنو وسلو يو شمير بريدونه هم کړي دي چې پکې شلگونه امنيتي عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
بل لوري ته پوځ وايي دشمالي وزيرستان په رزمک امنيتي پوسته تندلارو ٣٤ راکټونه داغلي چې پکې ٢ پوځيان وژل شوي دي.
دا دريمه ورځ ده چې پوځ پرله پسې په رزمک امنيتي پوسته ددغه رقم بريدونو خبر ورکوي.
پرون هم درزمک په امنيتي پوسته دتندلارو لخوا ترسره شوي يو راکټي بريد کې د٤ؤ پوځيانو دژوبل کيدلو خبر ورکړى ؤ.

XS
SM
MD
LG