لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شانگله : ځانمرگي بريد کې د٦ؤ پوځيانو په گډون ٤١ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه شانگله کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دځانمرگي بريد له امله د٦ؤ پوځيانو په گډون ٤١ کسان وژل شوي او ٥٧ ژوبل شوي دي.
پيښه کې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي او امنيتي ځواکونو په سيمه کې کرفيو يا گرځ بنديز پځايې کړى دى.
دغه بريد نن دگل په ماسپښين هاغه مهال رامينځته شو کله چې دامنيتي ځواکونو کاروان دالپورۍ بازار څخه تيريدلو.
دالپورۍ بازار هر وخت دخلکو ډک وي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دپوځي کاروان په ليدلو يو ځانمرگي تن دچاؤديدونکو موادو څخه ډک موټر دهغوي دکاروان سره ټکر کړو چې له امله يې زورداره چاؤدنه وشوه.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ددغه پيښې دجزئياتو بيانولو په مهال ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې وويل په پيښه کې ٦ پوځيان او ٣٥ عام وگړي وژل شوي او ٥٧ نور ژوبل شوي دي.
ميا افتخار حسين وويل په ژوبلو کې هم د١٢ؤ حالت مرگونى ښودل کيږي.
داطلاعاتو صوبايي وزير وويل ددغه پيښې څخه په ډاگه شوې ده چې دا وخت تندلاري او ترهه گر په ټول هيواد کې خوارۀ شوي او په چټکتيا سره دحالاتو دخرابولو هڅې کوي.
مياافتخار حسين زياته کړه دا وخت په زرگونو عرب،تاجک، ازبک او دنورو هيوادونو ترهه گر دپاکستان بيلا بيلو سيمو کې پټ دي او خپل ترهه گريز پلانونه عملي کوي.
هغه وويل دغه ترهه گر نۀ يواځې په جنوبي وزيرستان کې دتربيې کيمپونه لري بلکې په جنوبي پنجاب کې يې هم خپلې جرړې مضبوطې کړي او په مريدکى سيمه کې يې دتربيې مرکزونه پرانستي دي.
نوموړي وويل دغو ترهه گرو ته دماتې ورکولو دپاره دصوبه سرحد حکومت په اخلاص سره گامونه اخلي خو دا اوس يواځې دصوبه سرحد دحکومت يا اولس مسئله نۀ ده بلکې ټول قام او پوځ ته ددغو ترهه گرو په وړاندې لکه دفولادو دديوال اودريدل او هغوي ته عبرتناکه ماتې ورکول پکار ده.
بايد وويل شي په سوات، شانگله او کوز دير کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه راپديخوا دا تر ټولو درنه چاؤدنه ده چې په زياته پيمانه پکې مرگ ژوبله رامينځته شوې ده.
دتيرې جمعې په ورځ هم دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې هم دغه رقم يو ځانمرگي بريد کې ٥٤ پنځوس کسان وژل شوي وؤ او تر ١٠٠ؤ زيات ژوبل شوي وؤ.
دغه پيښې وروستو له هغې رامينځته کيږي چې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود تيره اوونۍ خبريالانو سره په ليدنه کې گواښ کړى ؤ چې دخپل وژل شوي مشر بيت الله محسود دوژنې بدله به اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG