لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي په کيري لوگر بل خبرو دپاره امريکا ته روان شوى دى


دپاکستان دپوځي او سياسي مشرانو لخوا په کيري لوگر بل دسختو ټکونو رامينځته کيدو څخه وروستو دپاکستان دبهرنيو چارو وزير دامريکايي مرستو په دغه قانون دخبرو اترو دپاره په بيړني ډول امريکا ته روان شوى دى.
دروانيدو څخه دمخه دپينډۍ په هوايي ډگر خبريالانو ته شاه محمود قريشي وويل هغه دکيري لوگر بل په اړه دپاکستان دپوځي اواولسي مشرانو باور ترلاسه کړى او ددغه باور په اساس امريکا ته روان دى.
هغه وويل دهيواد په خپلواکۍ او ملي گټو به هيڅ رقم سازبازونۀ کړي.
دشاه محمود قريشي وينا وه دامريکايي مرستو دبل په اړه يې دسياسي او پوځي مشرانو سره صلاح مشورې کړې دي او په دغه هکله ورته له جمهوررئيس ، صدراعظم او پوځي مشرانو کلک باور ترلاسه دى.
دبهرنيو چارو وزير وويل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان دامريکا مهم ائتلافي هيواددې خو پاکستان به خپلې سيمه ييزې سياسي او معاشي گټې خوندي کوي.
شاه محمود قريشي زياته کړه پاکستان دامريکايي مرستو ارزښت دپامه ځکه نۀ شي غورځولى چې دغه د داووه نيمو اربو ډالرو معامله ده.
هغه وويل مونږ په يو مهم ډگر ولاړ يو او راته به امريکايي نظام په نظر کې نيول او خبرې په وړاندې بوتلل وي.
دبهرنيو چارو وزير دا هم وويل چې مونږ ته به دروښان فکره بحث له لارې دخبرې تل ته کوزيدل وي او بايد ددې خبرې خيال هم وساتو چې دامريکا په نظام کې څومره گنجائش شته.
هغه وويل په موجوده حالاتو کې زمونږ دپاره دکيري لوگر بل اووه نيم اربه ډالر ډير زيات ارزښت لري خو مونږ به دخپل هيواد گټې هم دنظره نۀ غورځوؤ.

XS
SM
MD
LG