لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک : وزيرستان کې دپوځي عملياتو غوڅه پريکړه شوې ده


دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وايي سياسي قيادت په وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو غوڅه پريکړه کړې ده خو ددغو عملياتو دپاره به وخت دپوځ سرلښکر ټاکي.
په اسلام اباد کې دملگرو ملتونو دخوراک دنړيوالې ادارې په دفتر ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو په ياد دنهې په ورځ دجوړې شوې دستورې په مهال خبريالانو ته ښاغلي ملک وويل دملگرو ملتونو لخوا پاکستان کې دخپلو دفترونو دنۀ تړلو پريکړه دستائيلو ده.
هغه وويل دترهه گرۍ کومې پيښې چې اوس اوس رامينځته شوي دي په هغې کې دطالبان مرکزي کردار لري.
درحمان ملک وينا وه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې تر ټولو زيات زيان پاکستان ته رسیدلی دى او په پوځي مرکز ترسره شوي ترهه گريز بريد کې هم دوزيرستان طالبان ککړ دي.
هغه وويل دپاکستان دښمنان غواړي چې پاکستان بې ثباته کړي خو حکومت به ددغه ناوړو ارادو او پلانونو مخه نيسي.
نوموړي وويل کوم خلک چې داسلام په نوم ترهه گريز او ځانمرگي بريدونه کوي هغوي په اصل کې دکرايې قاتلان دي.

XS
SM
MD
LG