لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بدر منير نن هم دپښتنو په زړونو کې ژوندى دى


د پښتوفلمونود وړومبي هيرواؤنوميالي هنرمندبدرمنيردمړينې يوکال پوره شو خوپه دغه يوکال کې پښتانۀ داسې فکرنۀ کوي چې بدرمنير دهغوئ څخه جداشوى دى بلکې نن هم دبدرمنيرلازوال فلمي کردارونه دپښتنوپه زړونواؤ ذهنونوداسې نقش دي چې هغه يې دهرپښتون په زړۀ کې ژوندى ساتلى دى.
بدرمنيرپه کال ١٩٩٨ءکې داکتوبرپه ١١مه نيټه په لاهورښارکې د ورپيښې ناروغۍ لۀ امله د٦٨ؤ کالوپه عمرکې په حق رسيدلى اؤ هم دغلته په يوه اديره کې خاوروته سپارل شوى ؤ.
هغه دکال ١٩٦٠ءڅخه دکراچۍ دايسټرن سټوډيوڅخه دبريښنا پريښودونکي يالائټ مين،دمرستيال کيمره مين اؤ داضافي هنرمندپه توگه خپل فني ژوندپيل کړى ؤ.
اؤ کله چې په کال ١٩٧٠کې دپښتووړومبي ريليزشوي فلم يوسف خان شيربانوکې دهيروپه توگه مخې ته راغلونوپښتنودهغه هنري صلاحيتونه،پښتني کړۀ وړۀ اؤ شډله ځواني دومره دزړۀ څخه قبوله کړه چې بيا دمرگ تربسترې بدرمنيرته هډو دفلمي نړۍ څخه دلږ وخت دارام کولويا خپل ځان اؤ بال بچ ته دپام گرځولوموقعه په لاس ورنغلله اؤ پرله پسې په فلمونوکې مصروف پاتې شو.
د٧٣٠ؤ پښتوفلمونوترڅنگ په گڼواردواؤ پنجابۍ فلمونوکې يې مرکزي کردارونه لوبولي وؤ اؤ دپښتوپه کوم فلم کې چې به دبدرمنيرنوم نۀ نودهغه فلم کتلوته به ډيرکم پښتانۀ تياريدل.
همدغه وجه وه چې هغه دپښتوفلمونويوداسې ضرورت جوړشوچې کۀ دشباب گل يې هرڅو مړاوى شوخوفلمسازانوبه هغه ته هم دهيروکردار ورکولو.
دارواښادبدرمنيردوړومبي تلين په مناسبت دگل په ماښام دپيښورپه پريس کلب کې ددغه کلب دکلتوري کميټې دسيوري لاندې دپښتوفلمونو،ټي وي اؤ سټيج نوميالي هنرمندان،فلمسازان، هدايتکاران، ليکوالان ،خبريالان اؤ دبدرمنيردکورنۍ ځينې غړي راغونډ شول اؤ دهغه يادونه يې تازه کړل.
دغه پرتمينه دستوره کې دصوبه سرحدداطلاعاتو وزيرمياافتخارحسين ، دپښتو فلمونو نوميالو هنرمندانو اصف خان، امان ، جميل بابر،عجب گل ،طارق جمال ، دټي وي دډرامو هنرمندانو عشرت عباس،صلاح الدين، جاويد بابر،نوميالو ليکوالو يونس قياسي، مشتاق شباب،حنيف خليل، فلم سازانو حاجي مسافر ، شير خان، قيصرصنوبر او گڼو نورو دبدرمنير په فني ژوند او خدماتو رڼا واچوله او هغه ته يې دعقيدت زرينې پيرزوئينې وړاندې کړې.
دغو وينا والو پخپلو خبرو کې وويل بدرمنير چې دفن دلارې دپښتو ژبې او کلتور څومره خدمت کړى دهغې له امله به تر پيړو ، پيړو بدرمنير دپښتنو په زړونو کې ژوندى وى او نوم ته به يې درناوى لري.
په دغه دستوره کې دبدرمنير ځوې عقل منير هم برخه لرله او دبدرمنير کورنۍ ته دهغه دمړينې څخه وروستو ورپيښې مسئلې يې په گوته کړې.
دغونډې دويناوالو په غوښتنه دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين اعلان وکړو چې صوبايي حکومت به دبدرمنير قبر په لاهور کې په سرکاري لگښت پخوي او ددې ترڅنگ به دبدرمنير دنوم ژوندي ساتلو دپاره بيلا بيل گامونه اخلي.
ميا افتخار حسين وويل دبدرمنير په ياد کې جوړه شوې دغه دستوره نړيوالو ته دا پيغام لري چې پښتانۀ تندروه يا ترهه گر نۀ بلکې په فن ، ادب او کلتور مئين خلک دي.
هغه وويل ترهه گري زمونږ کور ته پردو خلکو راوړې ده.
دميا افتخار حسين په وينا نن دپښتنو په خاوره کې په زرگونو عرب،ازبک، تاجک او چيچن جنگيالي موجود دي چې غواړي دپښتنو څخه علم، فن او هنر وتروړي.
داطلاعاتو وزير وويل دغه خلک زمونږ هنرمندان وژني ، سکولونه مو په بمونو الوځوي او ماشومانو ته مو دقلم پځايې په لاس کې بم او بارودو ورکول غواړي.
هغه وويل ټولو پښتنو ته به ددغه حساسو شرائطو په نظر کې نيولو سره دترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد روانه مبارزه کې همکارۍ ته مټې رابډوهل وي، ترڅو راتلونکي نسلونه مو دوينو او اور دلوبې څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG