لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جان کيري : کيري لوگر بل کې  بدلون ته اړتيا نشته


د امريکا دسينيټ دبهرنيو چارو دکميټې مشر جان کيري وايي دامريکا لخوا پاکستان ته د اووه نيم اربه ډالرو دورکړل کيدونکو مرستو لپاره په کيري لوگر بل کې بدلون ته اړتيا نشته، خو ددغه بل په هاغو مادو ليکلى وضاحت کيدلى شي چې پرې پاکستان کې ځينې خواوې نيوکې لري.
دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير شاه محمود قريشي سره له ليدنې وروسته جان کيري وويل دغه بل دپاکستان لپاره زيات گټه وردى.
سناتور کيري وويل ددغه بل په اړه دکانگريس لخوا دسپيناوي دبيان جاري کيدو څخه وروسته هيله ده جمهوررئيس براک اوباما به نن په دغه بل لاسليک وکړي.
هغه وويل دبل په کومو مادو چې نيوکې شوي دهغې دژبې په نرمولو سره به ددواړو هيوادونو ترمينځ ددرناوي رشتې نوره هم وده ومومي.
دجان کيري وينا وه کانگريس ددوؤ مياشتو داوږد بحث څخه وروستو دغه بل منظور کړى دى ، ځکه نو په دې کې به څه قسمه بدلون نۀ کيږي.
په دغه مهال دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل دپاکستان دپارلمان او اولس دهيلو په ضد به هيڅ يوه پريکړه ونۀ منل شي او نۀ به هم دپاکستان اولس دچا هداياتو ته غاړه ږدي.
بل لوري ته دپاکستان او افغانستان دپاره دامريکا دځانگړي استازي رچرډ هالبروک سره دليدو څخه وروستو دشاه محمود قريشي وينا وه چې دکيري لوگر بل په اړه به ډير زر يو هواري ته ورسيږو.
دبهرنيو چارو وزير دامريکا دمرستيال جمهوررئيس جوبائيډن سره هم ليدلي او ورسره يې په کيري لوگر بل او نورو مهمو چارو خبرې اترې کړي دي.
جوبائيډن دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستاني پوځ او اولس قربانۍ وستائيلې او وې ويل امريکا دپاکستاني اولس سره غوره تعلقات غواړي.
له دې وړاندې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن سره دليدنې په مهال شاه محمود قريشي وويل پاکستان دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې زړۀ پورې گامونه اخلي.
مائيک مولن په دغه ليدنه کې په سوات سيمه کې دپاکستاني پوځ کردار وستائيلو او وې ويل هغه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاک پوځ دکردار څخه مطمئن دى.
شاه محمود قريشي دا مهال دامريکايي کانگريس دغړو او داوباما انتظاميې سره په دغه بل دپاکستان دننه دراپورته شوؤ نيوکو په اړه خبرې اترې کوي.
په دغو ليدنو کې داوباما انتظاميې او دکانگريس غړو يو ځل بيا ويلي دي چې کيري لوگر بل په هيڅ توگه دپاکستان دخپلواکۍ په ضد نۀ دى.
امريکايي چارواکي وايي ددغه بل مقصد دواشنگټن لخوا اسلام اباد سره په مخلصانه ډول مرستې کول دي.
امريکايي چارواکو دا هيله هم ښکاره کړې ده چې دغه بل کې دغير پوځي مرستو په اړه کله دامريکايي سينيټ له لوري سپيناوى وکړل شي نو دهغې له امله به تر ډيره حده ددغه بل مخالفت کم شي.
کيري لوگر بل تيره مياشت دکانگريس څخه منظور کړل شوى ؤ چې دهغې څخه وروستو دپاکستان او امريکا حکومتونو ددغه بل هرکلى کړى ؤ.
خو وروستو دپاکستان دځينو سياسي اړخونو او پوځ لخوا ددغه بل په ځينو مادو کلکې نيوکې وکړل شوې او دا دپاکستان دخپلواکۍ په ضد وبلل شو.
دپاکستان حکومت په دغه بل دکيدونکو نيوکو په ترڅ کې دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي امريکې ته ليږلى او هغه ددغه بل دځينو مادو په اړه په پاکستان کې په رامينځته شوؤ نيوکو خبرې اترې کوي.

XS
SM
MD
LG