لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما د پاکستان سره د مرستو قانون لاس لیک کړو


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د پاکستان سره دمرستو لپاره د کيري لوگر بل لس لیک کړی دی.
دغه قانون تر مخ به امریکا پاکستان ته په راتلونکي پنځو کالونو کې د ٧٠٥ ملیارد ډالرو مرستې کوي.
سپنې ماڼې ویلي چې دغه قانون چې منظوري یي د امریکې کانگرس کې موجود ډواړو ډالو په گډه ورکړی ده ښایي چې امریکا پاکستان سره گڼ اړخیز مدونو کې مرستې کول غواړي.
سپېنه ماڼی زیاتوي چې جمهوررئیس براک اوباما وایي چې امریکا پاکستان د یو مهم ملگري په هېڅ ځان سره ساتل غواړي او د پاکستان جمهوری ادارو او د پاکستان اولس سره مرستو نیت لري.
سپېنی ماڼی بیانیه وایي چې دغه قانون دا ملگرتیا نور زیاتوي چې بنیاد یي په دی شریک لوظ دی چې د روانی اقتصادي ترقې ترمخه به د پاکستان خلکو ژوند څوکاله کوي، جمهوریت ته به وده او قانون بالادستې به یقیني کوي او د تندلاریتوب پرضد به جگړه کوي.
د شورو په ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې امریکا کې موجود دی د امید څرگندونه وکړه چې د امریکی په مرستو پاکستان کې راولاړ الغاو تلغاو به د امریکی د قانون سازنو د دی لیکلي ضمانت وروسته ختم شي د قانون د پاکستان د ازادی او خوداختیاری پرضد نه دی.
دبهرنيو چارو وزير وويل په راپور کې باور ورکړل شوى دى چې امريکا به دپاکستان دملي سلامتۍ پر ضد گامونه نۀ اخلي او نۀ به هم دامنيتي ادارو په چاروکې لاس وهنه کوي.

XS
SM
MD
LG