لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قريشي : امريکا دکيري لوگر بل په هکله دپاکستان انديښنې لرې کړي


د پاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي يو ځل بيا د کيري لوگر بل څخه ددفاع کولو په ترڅ کې ويلي دي چې دغه امريکايي قانون په هيڅ شان دپاکستان په خپلواکۍ ضربه نۀ ده او نۀ به هم حکومت د ملکي سلامتۍ په گټو څه رقم ساز باز وکړي.
دجمعې په ورځ قومي اسمبلۍ کې په کيري لوگر بل دبحث راغونډولو په مهال شاه محمود قريشي وويل په امريکا کې يې داوباما انتظاميې او کانگريس دغړو سره دليدنو په ترڅ کې هغوي دپاکستان دسياسي گوندونو، ميډيا او قامي سلامتۍ دادارو دانديښنو څخه خبر کړل.
دبهرنيو چارو وزير وويل امريکايي چارواکو ورته باور ورکړى دى چې امريکا به په هيڅ شان دپاکستان داولسي حکومت او پوځ په چارو او دپاکستان په خپلواکۍ کې لاس وهنه نۀ کوي.
هغه ايوان ته وويل امريکا چې دکيري لوگر بل په هکله کوم دسپيناوي بيان ورکړى هغه دهاغو دټولو خواؤ دتحفظاتو لرې کولو لپاره کافي دى چې ددغه بل په ځينو مادو يې نيوکې کولې.
شاه محمود قريشي وويل هغه چې دامريکا دمرستيال جمهوررئيس جو بائيډن، دبل ترتيبونکي سناتور جان کيري، دپوځ مشر ايډمرل ملن او دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي هالبروک په گډون څومره امريکايي مشرانو سره وليدل هغوي ټولو ورته باور ورکړو چې امريکا دپاکستان فکر ته درناوى لري.
هغه وويل امريکايي چارواکو هغه ته په ډاگه کړه چې دکيري لوگر بل مقصد دپاکستان مخلصانه امداد کولو په ترڅ کې داسلام اباد سره اوږدمهاله ملگرتيا جوړول دي.
دهغه په وينا کيري لوگر بل کې چې دترهه گرو په ضد عملياتو، داټوم نۀ خوريدنې، قانون دسرلوړۍ او دجمهوري ادارو دخونديتوب په هکله کوم شرطونه لگول شوي هغه بيخي دنيوکو وړ نۀ دي ځکه چې دا دوړاندې څخه دقامي تگلارې برخه ده.
نوموړي وويل دکيري لوگر بل پيسې به پاکستان کې په تعليم، کرکيلې، سړکونو جوړولو او دغربت په ختمولو خرچ کولى شي.

XS
SM
MD
LG