لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې طالبانو پرضد ځمکني عمليات پيل شوي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دطالب جنگيالو پر ضد دپاکستان ځمکنيو پوځونو دخالي په ورځ سحر وانا، رزمک دطرف څخه دهاغو سيمو په لوري پرمختگ پيل کړى چرته چې محسود قبائيل اباد دي.
په دغو سيمو کې مکين، لدها، سرواکۍ او کاني گرام شامل دي ، دغه سيمې دغيرقانوني گرځول شوي پاکستاني طالبانو دغورځنگ مضبوطې ځالې گڼلى شي.
ددغو سيمو په لوري دپوځي پرمختگ څخه وړاندې چارواکو په ډيره اسماعيل خان کې دگرځنده موبائيلونو رابطه هم قطع کړې ده.
په سيمه کې دعملياتو څخه دمخه ځايې خلکو ته دلاؤډسپيکرو او جوماتونو دلارې دعملياتو دپيل کيدو او په بيلا بيلو سيمو کې دکرفيو لگولو اعلانونه وشول.
دعملياتو له امله دجنوبي وزيرستان دبيلا بيلو سيمو څخه دکډوالو لړۍ روانه ده او خلک دشمالي وزيرستان په لاره بنو، ټانک اؤ ډيره اسماعيل خان ته ځانونه رسوي.
په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو خلکو دځانگړې سيمې څخه په لويې شمير کې کډې کړي دي.
دغه خلک دغرونو له لارې دشمالي وزيرستان ددوسلي او گړيوم څخه تيريږي او ميرعلي ته ځانونه رسوي.
په دغو سيمو کې خلکو عارضي کيمپونه جوړ کړي او ورته خواړۀ ورکول کيږي.
دپوليټيکل انتظاميې له مخې دجنوبي وزيرستان په بيلا بيلو سيمو کې کرفيو يا گرځ بنديز هم دسحر د٧ؤ بجو څخه تر نامعلومې مودې پورې پځايې کړل شوى دى.
اخوا دشمالي وزيرستان په رزمک سيمه کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې ٢ پوځيان وژل شوي او ٣ نور ژوبل شوي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ددغو عملياتو دپيل کولو پريکړه دجمعې په شپه په اسلام اباد کې دسياسي، حکومتي او پوځي مشرانو په يوه غونډه کې شوې ده.
په دغه غونډه کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني غونډې ته دهيواد په مجموعي او په ځانگړې توگه دجنوبي وزيرستان دعملياتو په هکله احوال تير کړو.
ددغه غونډې څخه وروستو په جاري شوې يوه اعلاميه کې سياسي مشرانو دتندلاريتوب دله مينځه وړلو او دحکومتي واک پځايې کولو لپاره دپوځ دعملياتو څخه کوټلى ملاتړ کړى دى.
بايد وويل شي په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ لخوا په باقاعده توگه دغه ځمکني عمليات په داسې حال کې پيل کړل شوي چې په تيرو دوؤ اوونيو کې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې دبمي چاؤدنو او ترهه گريزو پيښو له امله ١٧٠ کسان وژل شوي چې پکې پوځيان او پوليس هم شامل دي.
حکومت څلور مياشتې دمخه امنيتي ځواکونو ته په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو امر کړى خو تراوسه په دغه سيمه کې دځمکني پوځ دپرمختگ څخه وړاندې دنجات دلارې په نوم عملياتو کې دجيټ الوتکو له لارې دطالب جنگيالو شکمن ځائيونه په نخښه کيدل چې پکې يو شمير تندلاري وژل شوي هم دي.
خو عسکري سرچينې وايي چې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دسترو پوځي عملياتو په پيل کيدو کې دځنډ يوه وجه دامريکايي امداد په کيري لوگر بل کې په ځينو مادو دپوځي مشرانو تحفظات وؤ.
دپوځي چارواکو له مخې د٢٠٠٤ء څخه تراوسه په وزيرستان کې امن ته ليواله شاوخوا ٦٠٠ بااثره قبائيلي مشران طالبانو وژلي دي.
دلوړپوړو پوځي چارواکو وينا ده چې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ځمکنيو عملياتو کې دامنيتي ځواکونو درې ډلې برخه اخلي، چې پکې دايف سي يا مليشه ځواکونه هم شامل دي او په دغه عملياتو کې په سلگونو گوريلا پوځيان هم برخه لري.
ددغو پوځي دستو مقصد شاوخوا د١٠ؤ زرو طالب جنگيالو دله مينځه وړل دي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس پخپله يوه مرکه کې ويلي دي ترهه گرو په جنوبي وزيرستان کې دممکنه عملياتو له ويرې دگڼې گوڼې سيمې په نخښه کوي.
هغه وويل پوځ دوزيرستان څخه دترهه گرو دله مينځه وړلو پوره توان لري او هم په دغه وجه ترهه گر ويريدلي دي.
هغه وويل چې دتندلارو لخوا هم ددغو ترهه گرو بريدونو له امله خلک دهغوي څخه نفرت کوي.
پوځي وياند وايي دمحسود قبائيلو سيمې پولې دافغانستان سره پيوست نۀ دي او پوځ هغوي ديوې اوږدې مودې څخه په گيره کې اخستې دي.
دپوځي سرچينو وينا ده په جنوبي وزيرستان کې دپوځ لخوا ځمکني عمليات يو سخت کار وي ځکه چې دهغوي له خلې دغه يوه ډيره پيچلې سيمې ده او دکاميابو پوځي عملياتو لپاره به دزيات احتياط ضرورت وي.
سرچينې وايي دا مهال په سيمه کې دطالب جنگيالو اصل قوت دمنځنۍ اسيايي رياست ازبکستان سره تعلق لرونکي جنگيالي دي چې شميره يې ١٠٠٠ؤ ته رسيږي.
دپوځي کمانډرانو وينا ده دالقاعده نظرياتو ته وده ورکوونکي دغه ازبک په وزيرستان کې دخپلې بقاء جگړه کوي ځکه نو هغوي دځان ژغورنې په خاطر تر څه حده هم تللى شي او دپوځ دپرمختگ په مهال دتندلارو لخوا دسخت مقاومت اوبريدونو احتمال دى، خو پوځ ددغه هر څه لپاره تيار دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG