لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: عملياتو کې ٦٠ جنگيالي اوپنځه پوځيان وژل شوي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا په دوهمه ورځ هم دتندلارو په ضد عمليات روان دي او داتوار په ورځ ددرنو توپو له لارې دتندلاروځائيونه په نخښه کړل شوي دي چې پکې ٦٠ جنگيالي وژل شوي دي.
داتوار په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې ويلي دي دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې ٦٠ جنگيالي وژل شوي دي.
پوځ پخپل بيان کې ويلي دي تندلارو سره په نښتو کې ٥ؤ عسکرو هم خپل ژوند دلاسه او ١٠ نور ژوبل شوي دي.
پوځ وايي دتندلارو په ضد دعملياتو په مهال شکۍ، کني گورم او سرا روغه سيمو ته په تلونکو راتلونکو ټولو لارو کنټرول ترلاسه کړل شوى دى او دمنډانا، کنډ او ترکۍ پورې سيمه دتنلارو څخه پاکه کړل شوې ده.
پوځ دا هم وايي چې شکۍ، کني گورم او په لدها سيمو کې امنيتي ځواکونو د٧ؤ کلو ميټرو پورې دننه عمليات ترسره کړي او دغلته يې بويا او وضه سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
پوځ وايي په دغه مهال دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ٣٠ جنگيالي او٢ عسکر وژل شوي او ٤ نور ژوبل شوي دي.
پوځ وايي په شيرونگي سيمه کې هم دتندلارو په ضد عمليات روان دي او دغلته په نښته کې ٢٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده دغلته دعملياتو په مهال ١ عسکر وژل شوى او٣ نور ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې درزمک جنوب لوري ته هم امنيتي ځواکونو په مهمو ځائيونو قبضه ترلاسه کړې او دغلته دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ نښته کې ١٠ جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځ له مخې په دغه جگړه کې ٢ پوځيان وژل شوي او ٤ نور ژوبل شوي دي.
دپوځ وينا ده دتندلارو په ضد عملياتو کې دجنگيالو گڼ شمير گاډي او دپټيدو ځائيونه تباه کړل شوي دي.
بل لوري ته دپوليټيکل چارواکو وينا ده چې دجنوبي وزيرستان په شاه ونگي او خيسوړا سيمو کې امنيتي ځواکونه دتندلارو لخوا سخت مقاومت سره مخ دي.
دخالي په ورځ شاوخوا ٣٠ؤ زرو پوځيانو دجنگي الوتکو او دذرنو توپو په ملاتړ ددريوؤ خواؤ څخه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو داډو په لوري پرمختگ پيل کړى ؤ او په لمړي پړاؤ کې تندلاري دسپينکۍ رغزۍ څخه په تيښته مجبور شول.
له دې وروستو امنيتي ځواکونو دغلته دخپلو پوستو جوړولو په ترڅ کې پښې مضبوطول پيل کړي دي.
په دغه ميداني سيمه کې دتيرو څو اوونيو څخه دتندلارو په شکمنو ځائيونو پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې دبريدونو لړۍ پيل کړې وه او سيمې ته يې دځمکنيو پوځيانو په ورننوتلو کې لاره هواره کړې وه.
دپوځي چارواکو وينا ده دتندلارو په ضد ددغو عملياتو اصل هدف دمحسود قبائيلو دابادۍ سيمې دي.
په دغه ځايې کې امنيتي ځواکونه ديوې اندازې مطابق دلسو زرو ځايې او شاوخوا پينځلسو سوؤ غيرملکي جنگيالو سره مخ دي.
په دغو غيرملکيانو کې لويه شميره دازبک جنگيالو ښودل کيږي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وايي دتيرو ٣ؤ مياشتو څخه دغه سيمې پوځ پخپله ولکه کې اخستې وې او په دغه مهال فضايي بريدونو کې دتندلارو گڼې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي ځکه نو دهغه په فکر دطالبانو دجگړې توان يو څه کمزورى شوى دى.
ملگري ملتونه وايي په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کيدو څخه دمخه شاوخوا يو لکو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي دي او دجگړې پيل کيدو څخه وروستو هم دغه لړۍ روانه ده.
دجنوبي وزيرستان دکډوالو څخه اکثرو په ټانک او ډيره اسماعيل خان کې دخپلو خپلوانو يا په عارضي توگه جوړو شوؤ کيمپونو کې ميشته دي چې دضروري مرستو ورکولو لپاره ورته دملگرو ملتونو ادارې دوړاندې څخه چمتو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG