لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکيري لوگر بل ترتيبونکى سناتور کيري اسلام اباد ته رسيږي


د امريکايي سينيټ دبهرنيو چارو دکميټې مشر او دکيري لوگر بل ترتيبونکى جان کيري داتوار په ورځ اسلام اباد ته رسيږي او دغلته به دحکومتي او سياسي مشرانو سره دکيري لوگر بل په هکله خبرې کوي.
دسرچينو له مخې سناتور جان کيري به پاکستان ته دخپل سفر په مهال جمهوررئيس اصف علي زرداري، وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او دمسلم ليگ(ن) مشر نواز شريف سره ليدنې کوي.
سرچينې وايي سناتور جان کيري به دکيري لوگر بل څخه پرته دپاکستان او امريکا ترمينځ ددوه اړخيزو چارو او دترهه گرۍ په ضد په روانه جگړه هم خبرې کوي.
سناتور جان کيري دپاکستان دغه سفر په داسې حال کې کوي چې اپوزيسون ددغه بل څخه مخالفت کوي او داپوزيسون تر ټولو ستر گوند مسلم ليگ(ن) دغه بل دهيواد دخپلواکۍ په ضد دبللو وروستو هاغه دسپيناوي بيان هم رد کړى چې پکې ددغه قانون دلانجمنو مادو په هکله غلط فهمۍ لرې کړل شوې وې.
خو حکومت دکيري لوگر بل څخه دکوټلې دفاع کولو په ترڅ کې وايي دپاکستان لپاره دراتلونکو ٥ؤ کلونو په مهال داووه نيمو اربو ډالرو دغيرپوځي امداد دغه بل په هيڅ شان دهيواد دخپلواکۍ په ضد نۀ دى او په دې هکله وړاندې کړل شوي دسپيناوي راپور کې ټول تحفظات لرې کړل شوي دي.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له مخې امريکا ورته باور ورکړى دى چې دپاکستان په کورنيو معاملو کې دلاس وهنې ارادې نۀ لري.
بايد وويل شي دپاکستان داپوزيسون ترڅنگ پوځ هم په بل کې دپاکستان دملي سلامتۍ په هکله په موجودو مادو دانديښنې څرگندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG