لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دوزيرستان او مهمند ايجنسۍ عملياتو کې ٣٠ تندلاري وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو او دپاکستاني طالبانو ترمينځ دگل په ورځ هم سختې نښتې روانې دي او دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې په تيريو شواروز کې يې دغلته نور ١٨ جنگيالي وژلي دي.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس په اسلام اباد کې داطلاعاتو او نشراتو دمرکزي وزير قمر زمان کائره سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل جنوبي وزيرستان کې دتير شواروز په مهال ١٨ تندلاري وژل شوي او دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
هغه وويل تندلارو سره په نښته کې ٢ عسکر هم وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.
جنرال اطهر عباس وويل په شيربنگايي او کوت کايي کې دسخت مقاومت څخه وروستو پوځ ددغه ځائيونو واک ترلاسه کړى دى.
هغه وويل کوت کايي دځانمرگي بريد کوونکو دمشر قاري حسين مرکز دى .
ښاغلي عباس وويل تراوسه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ عملياتو کې ٧٨ ترهه گر او ٩ پوځيان وژل شوي دي.
هغه وويل په جنوبي وزيرستان کې د٥ؤ څخه تر ١٠ؤ زرو پورې ترهه گر موجود دي،چې پکې تر١٠٠٠ؤ پورې غيرملکي جنگيالي هم شامل دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پوځي وياند وويل په جنوبي وزيرستان کې دعملياتو پيل کولو سره سم يې دپولې دپورې غاړې (افغانستان) هم خبرکړى دى چې په ترهه گرو ژور نظر وساتي او دعملياتو له امله دپولې پورې غاړې ته دتندلارو دتښتيدلو احتمال ډير کم ليدل کيږي.
ښاغلي عباس وويل ترهه گرو ته وسله او تربيت دافغانستان څخه ترلاسه کيږي.
هغه زياته کړه په لدها او مکين کې دترهه گرو گڼ شمير ځالې له مينځه وړل شوي دي.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس برټانوي اژانس سره په مرکه کې ويلي دي په جنوبي وزيرستان کې القاعده موجوده ده او محسود سيمه ددوؤ لورو څخه په گيره کې اخستل شوې ده.
جنرال اطهر عباس وويل په جنوبي وزيرستان کې غيرملکيان موجود دي او انديښنه يې وښوده چې له دې امله پوځ دسخت مقاومت سره مخ کيدلى شي.
نوموړي وويل دتندلارو په ضد دڅلورو خواؤ څخه فضايي بريدونه دوام لري.
هغه وويل امنيتي ځواکونو دحکيم الله محسود سيمه په گيره کې اخستې او ټولې لارې يې تړلي دي.
هغه زياته کړه ترهه گر اوس شمالي وزيرستان يا دپولې په لوري نۀ شي تښتيدلى.
دهغه وينا وه دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې برياليتوب ضروري دى او دسوات پشان به جنوبي وزيرستان څخه هم ترهه گر او تندلاري ختمولى شي.
همدغه راز دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دمحسود قبائيلو په نوم ليکلي خپل يو خط کې ويلي دي چې دمحسود قبائيلو په گډون ټول قبائيل په وطن مئين دي او تل يې دپاکستان ددفاع لپاره بې دتنخا دپوځ ملگرتيا کړې ده.
کياني ويلي دي چې هيله کوي قبائيل به اوس هم دپوځ سره مرسته وکړي.
دپوځ دسرلښکر وينا ده په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو هدف غيرملکي ، ازبک او ځايې ترهه گر دي او ددغو عملياتو مقصد قبائيل په نخښه کول نۀ دي.
همدغه راز دپاکستان داطلاعاتو وزير قمر زمان کائره وويل چاته به په رياست کې دننه درياست جوړولو اجازه ورنۀ کړو.
هغه وويل دهيواد څخه دترهه گرو دله مينځه وړلو وروستو به په ارام کښينو.
راپورونه وايي پاکستاني پوځيانو په جنوبي وزيرستان کې دمهمو طالب کمانډرانو تيليفوني خبرې هم ثبت کړي چې پکې دغه تندلاري ځان ته داوښتي زيان داعتراف کولو په ترڅ کې دپريشانۍ څرگندونه کوي.
په تيليفوني خبرو کې خاورى نومې يو تن پير نومې يو بل تن ته وينا کوي چې خپل ټول ملگري په گاډي کې کښينوي او دبوبر مقام ته يې ورسوي.
خاورى په تيليفوني خبرو کې زياتوي څوک هم شاته مۀ پريږده او که څوک پخپله خوښه دتللو څخه انکار وکړي نو ودې تړل شي او بوبر ته دې ورسولى شي.
دغه تن وايي هغوي دوسلو او جنگيالو دسخت کموت سره مخ دي ځکه نو ټول وسله او چاؤديدونکي مواد دې هم راوړل شي.
دپوځ لخوا په ثبت کړل شوؤ نورو تيليفوني خبرو کې يو بل حنيف نومې تندلارى دخپل ملگري منظور سره په خبرو کې اعتراف کوي چې امنيتي ځواکونو هغوي ته سخت زيان رسولى دى او پوځ ترې وسله او چاؤديدونکي مواد هم پخپلو لاسونو کې اخستې دي.
ددې په ځواب کې دوهم تن منظور خپل ملگرى حنيف ته په تيليفوني خبرو کې ددغه رقم خبرو څخه دمنعې کيدو وينا کوي.
په جنوبي وزيرستان کې دجگړې له امله په سلگونو کورنۍ نزدې ډيره اسماعيل خان او ټانک سيمو ته روانې دي.
دسرچينو له مخې دغه کډه کوونکو کسان خوندي سيمو ته په رسيدو کې ديو لړ ستونزو سره مخ کيږي.
ددغو کورنيو څخه چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي پيدل تر څو کلو ميټرو مزل کوي او په لارو کې يې دامنيتي ځواکونو لخوا سخته لټه هم کيږي.
اخوا دځايې چارواکو له مخې دمهمند ايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په دويزۍ، دتحصيل امبار، او صافي تحصيل په قندهارو،گړۍ، دتحصيل بايزۍ په سرحدي سيمو او ايپين کې پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو له لارې دتندلارو په ځالو بمباري کړې ده چې له امله يې ١٢ تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وايي په دويزۍ سيمه کې ٧ او گړۍ قندهارو سيمه کې ٥ تندلاري وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.
سرچينې زياتوي دشمشاه په مقام يوه ديني مدرسه هم په نخښه کړل شوې ده چې پکې ددغه مدرسې وداني په مکمل ډول تباه شوې ده.
دسرچينو له مخې دتندلارو په ضد په دغه بمبارۍ کې دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG