لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد کې ځانمرگي بريدونو شپږتنان وژلې


دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دنړيوال اسلامي پوهنتون دننه دوه ځانمرگي بريدونو کې شپږتنان وژل شوې چې پکې دوه ميرمنې هم شاملې دي. بریدونو کې ١٧ نور تنان ژوبل شوې دي.
داسلام اباد دپوليسو يو مشر طاهر عالم خبريالانو ته ويلي دغه دواړه ځانمرگي بريدونه وؤ چې يو پکې دشريعه څانگې دننه او بل دخوراک څښاک په خونه کې ترسره شوى دى.
دجينکو د خوراک په خونه کې چې کوم ځانمرگي بريد ترسره شوى په هغې کې زيات نقصان شوی دی او پوليسو ددغه ځايې څخه دځانمرگي تن سر او پښې ترلاسه کړي دي.
سرچينې وايي دپيښې څخه وروستو پوليسو دنړيوال اسلامي پوهنتون سره نزدې په شکمنو حرکاتو کولو يو شخص هم نيولى او نامعلوم ځايې ته يې بوتللى دى.
ددغه پيښو په ځايې کې راټولو شوؤ مرستندويانو دا هم ويلي چې په پيښه کې ٦ ميرمنې وژل شوي او ٤٠ کسان ژوبل شوي خو ددغه ادعا پخلى هيڅ يو لوري نۀ دى کړى.
دغه پيښه وروستو له هغې رامينځته شوې ده چې پرون دگل په ورځ په اسلام اباد او صوبه سرحد کې يو شمير تعليمي ادارې دترهه گرۍ دگواښ له امله تړل شوي دي.
داسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون په ١١م نومبر کال ١٩٨٠ء کې جوړ کړل شوى او دغلته دپاکستاني وگړو ترڅنگ ديو شمير هيوادونو طالب علمان هم په زده کړو بوخت دي.
له دې وړاندې په ١٠م اکتوبر داسلام اباد سره پيوست په پينډۍ ښار کې دپوځ په مرکز(جي ايچ کيو) هم يو ترهه گريز بريد ترسره شوى ؤ چې پکې لږ ترلږه ١٥ پوځيان او ٩ ترهه گر وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG