لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان  عملياتو کې ٢٠ تندلاري او ٧ عسکر وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپاکستاني پوځ عمليات دوام لري او ددواړو خواؤ ترمينځ په سختو نښتو کې د٢٠ؤ تندلارو او ٧ؤ عسکرو دوژل کيدو راپورونه ترلاسه شوي دي.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دگل او نهې په مينځ شپه کې دجنوبي وزيرستان په کوټکۍ سيمه کې دتندلارو يو شمير شکمنې ځالې دتوپو، جنگي هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو له لارې په نخښه کړې او هغوي ته يې سخت زيان واړولو.
کوټکۍ د پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود او د طالبانو په ليکه کې دځانمرگي بريد کوونکو دډلې دمشر قاري حسين کلى دى.
امنيتي سرچينې وايي دا مهال ددواړو خواؤ ترمينځ په کوټکۍ سيمه کې سختې نښتې روانې دي.
دسرچينو له مخې پوځ هڅه کوي چې دکوتکۍ واک ترلاسه کړي خو طالب جنگيالو پخپل سخت مقاومت سره دغلته دپوځ دپرمختگ مخه نيولې ده.
دسرچينو وينا ده امنيتي ځواکونه په نواز کوټ او شيرونگي سيمو کې دپرمختگ په حال کې دي.
سرچينې وايي دکوټکۍ په غونډۍ سيمه کې تيره طالبانو دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد کړى چې پکې ٧ عسکر وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.
پاکستاني پوځ ددغه بريد په هکله دنهې دورځې تر ماسپښينه څه رقم سپيناوى نۀ دى کړى خو دطالبانو دغورځنگ وياند اعظم طارق خبريالانو سره په خبرو کې ادعا کړې ده چې په دغه بريد کې تر ٤٠ؤ پورې عسکر وژلي دي.
طالب وياند وويل دغلته دنښتې په مهال يواځې ٣ؤ طالبانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
خو ازادو سرچينو دطالب وياند دغه ادعا نۀ ده تصديق کړې.

XS
SM
MD
LG