لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان: عملياتو کې دنورو ٢٤ؤ جنگيالو دوژنې ادعا شوې ده


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد د پاکستان دپوځ لخوا په روانو عملياتو کې نور ٢٤ جنگيالي او ٢ عسکر وژل شوي دي.
دپاکستاني پوځ په بيان کې ويل شوي دي دسختې جگړې نه وروسته تورغنډۍ په بشپړ ډول دتندلارو څخه پاکه کړل شوې.
پوځ وايي دغلته يې گڼ شمير خندقونه او غرونه دتندلارو څخه پاک کړي او تندلارو ته يې سخته مرگ ژوبله اړولې چې له دې وروستو دغو جنگيالو سيمه پريښودې ده.
دپوځ وينا ده دغلته په نښته کې ١٣ ترهه گر وژل شوي دي.
دسيمې څخه دترلاسه شوؤ اطلاعاتولۀ مخې په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په سيمه کوټکۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ سخته جگړه روانه ده اؤ پوځ په دغه سيمه کې دپرمختگ هڅې کوي.
دزيارت په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يوبيان کې وويل دشيشم وام سيمې پاکولو لپاره اوس مهال عمليات روان دي او ميزووام سيمه پاکه کړل شوې ده.
دپوځ وينا ده تيره شپه يو شمير جنگيالو دشيروانگي ختيځ لوري ته په بويه نيرايي سيمه بريد وکړو او په ځوابي عملياتو کې ١١ جنگيالي ووژل شول او يو شمير نور ژوبل شول.
دپوځ وينا ده په دغه نښته کې ١ عسکر وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.
امنيتي ځواکونو په توروام شيروانگي سړک پوستې جوړې کړي او په سيمه کې گزمې کوي.
په جنوبي وزيرستان کې دتيروشپږو ورځوپه عملياتوکې پوځ د١٣٠تندلارو څخه دزياتو د وژنې ادعاکړې ده اؤ طالبان هم وايي چې په شلگونوپوځيان يې وژلي دي خود دواړوخواؤ ددغوادعاؤ تصديق ځکه نۀ شي کيدلى چې په سيمه کې دتاوژنوحالاتو لۀ امله دغلته د ژورنالستانو ورتگ ناممکن شوى دى.
پوځ داهم وايي چې دکال ٢٠٠٧م څخه دترهه گرو لخوا دتړل شوي توروام پل کنټرول يې يو ځل بيا ترلاسه کړى دى.
ددې ترڅنگ پوځ په رزمک کيمپ دتندلارولخواد ٦ راکټونودداغلوخبرهم ورکړى دى اؤ وايي په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوى او يو بل ژوبل شوى دى.
دپوځ وينا ده دمکين څخه غځيدلي سړکونه يې تړلي او دغلته پښې مضبوطوي.
بل لوري ته ازادوسرچينو په کوټکۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ دنښتې په مهال د٧ؤ تندلارو د وژنې خبرورکړى.
سرچينې وايي دغلته په نښته کې يو عسکر وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان په شکۍ ،رزمک او دلدها تحصيل به بيلابيلو سيمو کې هم ددرنو توپو او جيټ الوتکو له لارې دتندلارو ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې دتندلارو يو شمير دپټيدو ځائيونه تباه کړل شوي دي.
امنيتي ځواکونو تراوسه شيرونگي، نواز کوټ او دشنکواري په گډون دتندلارو يو شمير مرکزونه له مينځه وړي او دغه سيمې يې پاکې کړي دي.
بل لوري ته په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې هم دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٣ تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دمهمند ايجنسۍ په خويزۍ تحصيل کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي او درې جنگيالي يې وژلي ذي.
ددغو عملياتو په مهال دتندلارو ٧ کورونه ړنگ کړل شوي او پوځ په سيمه کې يو شمير پوستې هم جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG