لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

فوغ ریسمیوسن: ناټو هېوادونه دی افغانستان کې ثبات په ژمنو قائم پاتې شي


د ناټو سېکتر جنرال اندرې فوغ ریسمیوسن ویلي چې د افغانستان جگړه د ایتلاف لپاره تر اوسه وړاندې شوی د ټولو پیچلی چېلنج دی.
نوموړي په چېکوسلوکیا کې د ناټو ایتلاف د دفاعي چارو وزیرانو غونډې وړاندې په ایتلافي هېوادونو د زیاتو مرستې کولو غږ وکړو او زیاته یي کړه چې ایتلاف دی په افغانستان کې ثبات راوستلو لپاره په خپلو ژمنو قائم وي.
ښاغلي ریسمیوسن د ناټو ځیني غړي هېوادونه چې افغانستان کې د زیاتو سرگرمو باندې اندیښنمن لري وویل چې د څه نه کولو قیمت به نور هم زیات وي.
تمه کېږي چې د امریکا دفاع چارو وزیر رابرټ گېټس به غونډې ته د امریکې افغانستان جگړې تگلارې پحقله د کتنې حال وړاندې کوي.
د امریکا جمهوررئیس براک اوباما افغانستان کې نوي تگلارې باندې غور کوي چې ورکې د جنرال سټینلي مک کرسټل لخوا په زرگونو نور عسکرو لیږلو خواست هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG