لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: امنیتي ځواکونو د حکیم الله پلرنې کلی کوټکې قبضه کړی


دپاکستاني پوځ وياند وايي په جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلاروپه ضدپه روانو عملياتوکې امنيتي ځواکونودطالبانودمشرحکيم الله محسوداؤ قاري حسين داستوگنې سيمه کوټکۍ دخپل واک لاندې راوړې ده اؤ دتندلاروپه ليکه کې درزونه پيداشوي دي.
دخالي په ورځ پلازمينه اسلام اباد کې داطلاعاتو دوزير قمر زمان کائره سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا پ مال دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس وويل په کوټکۍ دپوځ واک ترلاسه کيدل يو ستر برياليتوب دى.هغه وويل دتيرو ٢٤ؤ ساعتو په عملياتو کې ٢١ تندلاري وژل شوي دي.
دنوموړي وينا وه په شکۍ کې دپوځ سره په نښته کې ٦ تندلاري وژل شوي او دهغوي څخه درنه وسله هم ترلاسه شوې ده. پوځي وياند وويل په دغه عملياتو کې درې پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى او ٨ نور ژوبل شوي دي.

نوموړي ادعا وکړه داستخباراتي شبکو څخه يې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې دطالبانو په ليکو کې درزونه پيدا شوي او هغوي اوس خپل کړۀ وړه بدلوي او دسيمې څخه دتيښته په هڅه کې دي.
ميجر جنرال اطهر عباس وويل په کوټکۍ کې ټول کورونه دترهه گرو ځالې يا سنگرونه وؤ خو دلټونې او پاکونې په عملياتو کې ترهه گر ددغه ځايې څخه په شا کړل شوي دي.
ښاغلي عباس دسيمه ييزو سرچينو له خلې وويل چې دعملياتو په لمړي پړاؤ کې دجنوبي وزيرستان په سپينکۍ او کونډ سيموکې دازبک او غيرملکي جنگيالو په گډون د٨٠ؤ څخه ٩٠ؤ پورې جنگيالي وژل شوي او د١٥٠ؤ پورې طالبان ژوبل شو وؤ.
مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې داطلاعاتو وزير قمر زمان کائره وويل امنيتي ځواکونو دکوټکۍ څخه دترهه گرو ټغر ټول کړى دى او په سيمه کې يې ټولې لارې تړلي ترڅو ترهه گر ددغه ځايې څخه ونۀ تښتي.
هغه وويل ترهگر به بريالي نۀ شي چې قام وويروي.
دنوموړي وينا وه تراوسه دوزيرستان څخه بې کوره شوي ٢٠٨٧٢ کورنۍ راجسټر کړل شوي دي او صدراعظم ددغو بې کوره شوؤ خلکو دښيگړې دپاره دوه نيم اربه روپۍ دفاټا سيکرټريټ ته سپارلي دي.
قمر زمان کائره ادعا وکړه چې ترهه گر دپوځ سره دجنگ توان نۀ لري او شاتگ ته اړ شوي دي.
ځکه نو هغوي دښارونو دننه اسان اهداف په نخښه کوي.
هغه وويل په هيواد کې چې چرته هم دترهه گرو ځيلې وي هغه به غوڅولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG