لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه : د بلوچستان تعلیم وزیر شفیق احمد خان نامعلومه وسله والو وژلی


د پاکستان بلوچستان ايالت د تعلیم وزیر شفیق احمد خان د نامعلومه وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د رپوټونو ترمخه شفیق احمد خان باندې د هغه کور مخې ته نامعلومه واسلو ډزې وکړې چې له امله هغه خپله ووژل شو او د هغه نزدې خپلوال هدایت الله جعفر ژوبل شوی دی.
د وژل شوي وزیر تعلق پیپلز گوند سره وو او عمر یی ۴٥ کاله وو.
د پېښې نه نیم ساعت وړاندې شفیق احمد ډیوه ریډیو سره خبرې کړی وې او د وسله والو سره یي غوښتنه کړې وه چې قام بچی دې سبق نه محروم وي او امن لپاره دی هدفي وژنې بند کړي.
د پاکستان بلوچستان کې بلوچ قبایلو د خپلې صوبې په قدرتی زیرمو زیات اختیار لپاره وسله واله مبارزه پیل کړې ده. په دغه ایالت کې په لسگونو کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG