لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

القاعدې د عراق بمي چادونو مسولیت په سراخستې دی


عراق کې القاعده سره تړلی یوی ډلی د تېر اتوار په ورځ بغداد کې شوي د خونړو بمي چاودنو پړه په خپل سر اخستې ده.
په دغه چاودنو کې ١٥٥ کسان مړه او پنځو سوو نه زیات ژوبل شوي وو. جنگیاله ډله چې د عراق اسلامي ملت په نوم یادیږي په خپلې ویب پاڼی ویلي چې د ځانمرگي بریدونه تر شا د دوي لاس دی.
د عراق صدراعظم نورالملکي د دغه چاودنو تور په القاعده او د پخواني بعث پارټۍ په غړو لگولی وو. نوموړي ویلي وو چې برید کونکي اړی گړی جوړول غواړي او د راتلونکي جنورې په میاشت کیدونکی ټاکنې تاله ترغه کول غواړي . دغه پرلاپسې چاودنی د عراق پایه تخت په سخت امنیتي سیمه گرین زون کې شوي وې او ښکاریدل چې نخښه یې د صوبایي حکومت او د انصاف محکمې ودانې وی. د عراق کورنیو چارو وزرات وایي چې چارواکو لږ تر لږه ٧٠ کسان نیولي دي خو وزارت د نیول شوو تنانو پحقله کوم تفصیل ورکړی نه دی.

Keywords: Iraq, bomb, blasts, attack, suicide, Baghdad
XS
SM
MD
LG